مېرمن مېرکل بيا له برجامه ملاتړ اعلان کړ
د جرمني وزيراعظمې يو ځل بيا تاکيد وکړ چې پکار دي برجام اېټمي موافقه وساتل شي.
د سپوټنېک خبري سائيټ د رپوټ له مخې مېرمن انګلا مېرکل نن د اردن پائتخت امان کښې د دغه هېواد له باچا دويم عبدا... سره په کتنه کښې برجام اېټمي موافقه يوازېنے ممکن انتخاب وبلۀ او تاکيد يې وکړ، اروپائي قوتونه له امريکې نه بغېر د دغې موافقې د ساتنې لپاره کوشش کوي.
په دغه کتنه کښې د جرمني وزيراعظمې همدارنګ وويل ، هېواد يې له اقتصادي بحران حخه د وتلو او د نړيوال بېنک له غوښتنو څخه د ملاتړ لپاره دغه هېواد ته د مرستې په توګه سل ميلين ډالره قرضه ورکړي.
دواړو خواو همدارنګ د فلسطين د مسئلې په اړه هم خبرې اترې وکړې او دويم عبدا... د فلسطين د مسئلې د هواري په ضرورت باندې په تاکيد سره زياته کړ، په فلسطين کښې صلح به د قدس شريف په پائتختۍ د خپلواکه فلسطين هېواد په جوړېدو سره امکان ولري.
مېرکل همدارنګ د يو ميلين سوري کډوالو لپاره د اردن د کورباتو قدرونه وکړه.
د جرمني وزيراعظمه له اردن نه پس لبنان ته سفر کوي.