امریکا دشمالی کوریا پرضد بندیزونه وغځول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73792-امریکا_دشمالی_کوریا_پرضد_بندیزونه_وغځول
ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ (Donald Trump)دشمالی کوریا له مشر کیم جونګ اون(Kim Jong-un) سره له کتنې او دموافقې له لاسلیک کولو سره سره دیوه بل کال لپاره د پیانګ یانګ پرضد بندیزونه تمدید کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 22, 2018 23:52 Asia/Kabul
  • دامریکا ولسمشر ټرمپ  د نااټکل وړ  سړی دی او په تیر یوه کال کښې یې  دنړیوالو موسسو د نظر پرخلاف او په یو اړخیزه ډول له نړیوالو موافقو خپل هیواد ایستلی دی .
    دامریکا ولسمشر ټرمپ د نااټکل وړ سړی دی او په تیر یوه کال کښې یې دنړیوالو موسسو د نظر پرخلاف او په یو اړخیزه ډول له نړیوالو موافقو خپل هیواد ایستلی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ (Donald Trump)دشمالی کوریا له مشر کیم جونګ اون(Kim Jong-un) سره له کتنې او دموافقې له لاسلیک کولو سره سره دیوه بل کال لپاره د پیانګ یانګ پرضد بندیزونه تمدید کړل .

ټرمپ پرون ولسی جرګې کانګرس ته په یوه(۱) لیک کښې شمالی کوریا د خپل هیواد پرضد ځانګړی او غیرعادی ګواښ وباله او دیوه(۱) بل کال لپاره یې د پیانګ یانګ پرضد بایکاټونه تمدید کړل .

دشمالی کوریا پرضد دامریکا د بندیزونو تمدیدل په داسې حال کښې دی چې ولسمشر ټرمپ مخکې ویلی وو دجون په دولسمه(۱۲) نیټه په سینګاپور هیواد کښې  د شمالی کوریا له مشر کیم جونګ اون سره زما کتنې دامریکا پرضد د پیانګ یانګ اټومی ګواښونه ختم کړی دی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ  د نااټکل وړ  سړی دی او په تیر یوه کال کښې یې  دنړیوالو موسسو د نظر پرخلاف او په یو اړخیزه ډول له نړیوالو موافقو خپل هیواد ایستلی دی چې ترټولو ښکاره بیلګه یې له اټومی موافقې د واشنګټن وتل دی .