اردوغان یو ځل بیا د ترکیې ولسمشر غوره شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73926-اردوغان_یو_ځل_بیا_د_ترکیې_ولسمشر_غوره_شو
د ترکیې د  انتخاباتو کمیسیون  او اوسني ولسمشر نن سهار اعلان وکړ چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بریالی شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2018 01:21 Asia/Kabul
  • اردوغان یو ځل بیا د ترکیې ولسمشر  غوره شو

د ترکیې د  انتخاباتو کمیسیون  او اوسني ولسمشر نن سهار اعلان وکړ چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بریالی شوی دی.

 

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې رجب طیب اردوغان وویل چې د ترکیې ولس د غیر رسمي نتایجو په اساس هغه د ولسمشر په توګه ټاکلی دی.

اردوغان په انتخاباتو کې د خلکو په پراخ ګډون د هغوي مننه وکړه او دا انتخابات یې یوه دموکراتیکه کامیابي وبلله.

دترکیې ولسمشر همداراز  په ټولټاکنو کې دخلکو ګډونه نوي فیصده وباله .  د ترکیې د انتخاباتو کمیسیون هم د اردوغان د  ګټلو اعلان وکړ او وې ویل چې هغه   دوه پنځوس نیم فیصده رایې ګټلې دي.د هغه د ګټات رسمي اعلان به د جمعې په ورځ کیږي.

د ترکیې د پارلیماني انتخاباتو  شپږویشتم پړاو او د  ریاستي نظام په چوکاټ کې د ولسمشرۍ لومړي انتخابات  پرون د جون  په څلورویشتمه په ترکیه کې ترسره شول.

د هغه اصلي سیال محرم اینجی  خپله ماته ومنله ، هغه یو دیرش اعشاریه اوه فیصه ووټونه ګټلې دي.

د ترکیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې   شپږو کاندیدانو  سیالي لرله.