غیرقانوني مهاجر دې سملاسي له امریکا وویستل شي
د امریکا ولسمشر وغوښتل چې غیر قانوني کډوال دې بې د محکمې یا د کیس او دوسیې له جوړیدو سملاسي له امریکا وشړل شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا ولسمشر په خپل ټویټري پیغام کې دغه هیواد ته د مهاجرو ورتګ ته په اشارې سره ولیکل مونږ اجازه نه شو ورکولی چې دغه کسان زمونږ په هیواد رامات شي.
ټرامپ زیاته کړه کله چې کوم کسان امریکا ته داخلیږي باید سملاسي او د قاضي له دخالت او یا د دوسیې له جوړیدو پرته هغه ځای ته چې ترې راغلې ورستانه کړی شي ځکه چې زمونږ مهاجرتي نظام ښه مهاجرتي نظام، نظم او قانون مسخره کړی دی.
له مهاجرانو په تیره بیا ماشومانو سره د امریکا د دولت غیر انساني کړنو په داخل او بهر کې ډیرې نیوکې په ځان پسې لرلې دي.
ټرامپ په یو بل ټویټ کې کډوالو له حشراتو سره تشیبه کړې وي چې د هغه دغه ټویټ هم له مخالفتونو او اعتراضونو سره مخامخ شوی دی.