په افغانستان کښې د وچکالۍ په اړه خبرداری ورکړل شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74002-په_افغانستان_کښې_د_وچکالۍ_په_اړه_خبرداری_ورکړل_شو
زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو د انسان دوستانه چارو د غږملتیا دفتر (اوچا)په افغانستان کښې د وچکالۍ د زیاتیدا په اړه خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2018 01:19 Asia/Kabul
  • په ټول افغانستان کښې دجنګونو ، تاوتریخوالو او دنښتو له کبله یوسل دوه دیرش زره او اوه سوه کسان کډوال شوي دي .
    په ټول افغانستان کښې دجنګونو ، تاوتریخوالو او دنښتو له کبله یوسل دوه دیرش زره او اوه سوه کسان کډوال شوي دي .

زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو د انسان دوستانه چارو د غږملتیا دفتر (اوچا)په افغانستان کښې د وچکالۍ د زیاتیدا په اړه خبرداری ورکړ.

د ملګروملتونو د انسان دوستانه چارو د غږملتیا  مطبوعاتی دفتر پرون وویل د کرهڼیزو محصولاتو د له مینځه تلو په وجه  افغانستان کښې شلو لکو خلکو ته تاوانونه رسیدلی دی او په زرګونو کورنۍ هم د وچکالۍ په علت له هستوګنه سیمو کډوالې شوی چې  سمدستی مرستو ته ضرورت لری .

د ملګروملتونو دغه ادارې په افغانستان کښې د جنګ او د نښتو د دوام له کبله د کډوالو دشمیر دزیاتیدا په اړه خبرداری ورکړ .

ددغه راپور پراساس د روان میلادی کال له لومړیو څخه تراوسه په ټول افغانستان کښې دجنګونو ، تاوتریخوالو او دنښتو له کبله یویک  دوه دیرش زره او اوه سوه کسان کډوال شوی دی .