په افغانستان کښې د وچکالۍ په اړه خبرداری ورکړل شو
Jun 26, 2018 01:19 Asia/Kabul
-
په ټول افغانستان کښې دجنګونو ، تاوتریخوالو او دنښتو له کبله یوسل دوه دیرش زره او اوه سوه کسان کډوال شوي دي .
زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو د انسان دوستانه چارو د غږملتیا دفتر (اوچا)په افغانستان کښې د وچکالۍ د زیاتیدا په اړه خبرداری ورکړ.
د ملګروملتونو د انسان دوستانه چارو د غږملتیا مطبوعاتی دفتر پرون وویل د کرهڼیزو محصولاتو د له مینځه تلو په وجه افغانستان کښې شلو لکو خلکو ته تاوانونه رسیدلی دی او په زرګونو کورنۍ هم د وچکالۍ په علت له هستوګنه سیمو کډوالې شوی چې سمدستی مرستو ته ضرورت لری .
د ملګروملتونو دغه ادارې په افغانستان کښې د جنګ او د نښتو د دوام له کبله د کډوالو دشمیر دزیاتیدا په اړه خبرداری ورکړ .
ددغه راپور پراساس د روان میلادی کال له لومړیو څخه تراوسه په ټول افغانستان کښې دجنګونو ، تاوتریخوالو او دنښتو له کبله یویک دوه دیرش زره او اوه سوه کسان کډوال شوی دی .
ټیګونه