امریکا د ایران پرضد پروپاګنډو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74124-امریکا_د_ایران_پرضد_پروپاګنډو_ته_دوام_ورکړی
زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې د امریکا استازی میرمن نیکې هیلې (Nikki Haley) ادعا وکړه ایران هماغه راز د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزۍ ته دوام ورکوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2018 00:28 Asia/Kabul
  • نن سبا د یمن خلک دامریکا په جوړو وسلو سره د سعودي عربستان دتیریګرو ځواکونو په لاس وژل کیږي .
    نن سبا د یمن خلک دامریکا په جوړو وسلو سره د سعودي عربستان دتیریګرو ځواکونو په لاس وژل کیږي .

زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې د امریکا استازی میرمن نیکې هیلې (Nikki Haley) ادعا وکړه ایران هماغه راز د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزۍ ته دوام ورکوی .

هغې پرون د ملګروملتونو دامنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک او داټومی موافقې په اړه د امنیت شورا له غونډې سره په یووخت ادعا وکړه دملګروملتونو دسرمنشی راپور ددې ښودنه کوی چې ایران هماغه راز ټول مینځنی ختیځ ته وسلې استوی او دامنیت شورا د پریکړه لیکونو د خلاف ورزۍ په حال کښې دی .

په ملګروملتونو کښې دامریکا استازی نیکې هیلې ادعا وکړه امریکا به اجازه ورنکړی چې له کنټرول پرته د ایران ورانونکی اقدامات او د بشری حقوقو خلاف ورزۍ هماغه راز دوام ولری .

په ملګروملتونو کښې دامریکا ستازی میرمن نیکې هیلې په داسې حال کښې ایران دامنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په خلاف ورزۍ تورنوی چې داټومی انرژۍ نړیوال اژانس(International Atomic Energy Agency (IAEA)) تراوسه یولس(۱۱) ځله اټومی تړون ته دایران پاې بندۍ تائید کړی ده .

په مینځنی ختیځ  کښې ځینو ډلو ته د ایران لخوا د وسلو داستولو په اړه په ملګروملتونو کښې دامریکا داستازی ادعا په داسې حال کښې ده چې یمن انصار الله غورځنګ په ځلونو ټینګار کړی دی ایران یمن ته هیڅ وسلې نه ورکوی .

دایران پرضد دامریکا داستازی نیکې هیلې ادعا په داسې حال کښې ده چې لومړۍ امریکا په یواړخیزه ډول له اټومی تړون ووتله او ویې ښودله اټومی موافقو ته پاې بنده نه ده .

دوهمه خبره دا چې دا امریکا ده چې د سعودی عربستان ائتلاف ته د وسلو په ورکولو کښې مهم رول لری او نن سبا د یمن خلک دامریکا په جوړو وسلو سره د سعودی عربستان دتیریګرو ځواکونو په لاس وژل کیږی .