امریکادبشری حقوقو په زمینې کې ترټولومنزوی هیواد دی
جواد لاریجانی ټینګار کړی ، د دوه ګوڼو معیارونو شتون ، په نړۍ کې د بشری حقوقو دخلاف ورزۍ یو خنډ دی او په غزې تړانګې او نورو سیمو کې د صهونیسټ رژیم تیری او دیمن دمظلوم ولس په ضد بې آمانه حملې او په ا فغانستان کې تیری ، له دوه ګوڼو سټنډرډونو څخه په استفادې سره دبشری حقوقو دخلاف ورزیو ښکاره مثالونه دی .
زمونږخبریال راپورراکړ د ایران دقضایه قوې دبشری حقوقو د کمیشن منشی محمد جواد لاریجانی پریس ټی وی سره په خصوصی پروګرام کې له ترهه ګرو فعالیتونو څخه دملاتړ او یا بری کولو لپاره د یوې پلمې په توګه له بشری حقوقو استفاده ، سیاسی کول او د دوه ګوڼ، معیارونو شتون د بشری حقوقو په باب درغنده خبرواترو خنډونه وبلل او دغه راز ئې ووئیل ، امریکایان په داسې فعالیتونو کې ګډون کوی ، چې نه یوازې دبشری حقوقو خلاف ورزی ګڼل کیږی ، بلکې دبشریّت په ضد ستر جنایت حسابیږی .
جواد لاریجانی ټینګار کړی ، د دوه ګوڼو معیارونو شتون ، په نړۍ کې د بشری حقوقو دخلاف ورزۍ یو خنډ دی او په غزې تړانګې او نورو سیمو کې د صهونیسټ رژیم تیری او دیمن دمظلوم ولس په ضد بې آمانه حملې او په ا فغانستان کې تیری ، له دوه ګوڼو سټنډرډونو څخه په استفادې سره دبشری حقوقو دخلاف ورزیو ښکاره مثالونه دی .
دایران د قضایه قوې دبشری حقوقو دکمیشن منشی روښانه کړې ، امریکا اوځیی اروپائی هیوادونه داسلامی انقلاب دبری له هماغو لومړنیو شپو ورځو راهسې دایران پّ ضد ددباؤ داعمالو لپاره په سیاسی پلمو پسې دی ، خو تر دې دمه پخپلو سپیرو هلو ځلو کې پاتې راغلی دی اود غه سپیرۀ خوب به قبر ته له ځانه سره یوسی . هغه همداراز دملګروملتو دبشری حقوقو له شورا د امریاک وتلو ته په اشارې سره ټینګار کړی ، دوی باید په نړیوال ډګر کې محاکمه شی څو دنورو په باب قضاؤت او د بشری حقوقو ادعا ونه کړائ شی .