بلجيم سعودي ته د وسلو ورکول بند کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74224-بلجيم_سعودي_ته_د_وسلو_ورکول_بند_کړل
د بلجيم حکومتي شورا پرون سعودي ته د وسلو د صادراتو د بندولو حکم جاري کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2018 01:21 Asia/Kabul
  • بلجيم سعودي ته د وسلو ورکول بند کړل

د بلجيم حکومتي شورا پرون سعودي ته د وسلو د صادراتو د بندولو حکم جاري کړ.

د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې د دغې شورا حکم چې د بشري حقوقو د ډلو له شکايته وروسته جاري شو د بلجيم د اېف اېن هېرسټل وسله جوړونکې کارخانې او سعودي ترمېنځ د وسلو اته معاهدې باطلې کړې.

اېف اېن هېرسټل وسله جوړونکې کارخانې په تېر ميلادي کال کښې د تقريباً ۱۵۳ ميلين يورو وسلې په رياض خرڅې کړې وې.

په بلجيم کښې د بشري حقوقو ډلو په دې وروستيو مياشتو کښې په يمن باندې د سعودي په تېري باندې په نيوکې سره د بلجيم د وسلې جوړونکو کارخانو او سعوديانو ترمېنځ د تجارتي تعلق د ختمولو غوښتنه کړې وه.

سعودي د اماراتو ، امريکې او څو نورو هېوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهسې په يمن باندې د فوځي تيري او د دغه هېواد د زمکنۍ، سمندري او هوائي محاصرې اقدام کړے دے چې په يمن کښې د سعودي او د هغه د اتحاديانو  د جنګ اور غرغنډه کولو په نتيجه کښې تر اوسه له څوارلسو زرو نه زيات يمنيان وژل شوي ، په لسګونو زره زخمي شوي او په ميلينونو نور کډه په سر شوي دي