دایران هدف داعش ډلې ته اساسی ګوزار ورکول وو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74352-دایران_هدف_داعش_ډلې_ته_اساسی_ګوزار_ورکول_وو
زمونږخبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې ټینګار سره چې په سوریې کښې د ایران اصلی هدف داعش ترهګرې ډلې ته اساسی ګوزار ورکول وو وویل ایران به دترهګرو تر بشپړه نابودۍ او دصهیونیسټ رژیم په شمول د ترهګرو دملاتړو هیوادونو تر ناهیلی پورې په سوریې کښې شتون ولری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2018 00:29 Asia/Kabul
  • صهیونیسټان د فلسطین د غزې تړانګې په خلکو بمبارې کوي او د سوریې په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کوي .
    صهیونیسټان د فلسطین د غزې تړانګې په خلکو بمبارې کوي او د سوریې په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کوي .

زمونږخبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې ټینګار سره چې په سوریې کښې د ایران اصلی هدف داعش ترهګرې ډلې ته اساسی ګوزار ورکول وو وویل ایران به دترهګرو تر بشپړه نابودۍ او دصهیونیسټ رژیم په شمول د ترهګرو دملاتړو هیوادونو تر ناهیلی پورې په سوریې کښې شتون ولری .

دایران ولسمشر حسن روحانی پرون په ویانا کښې د اسټریا(Austrian) له صدر اعظم سباستین کورتس (Sebastian Kurz) سره په ګډه خبری ناسته کښې په دې خبرې سره چې ځینې اروپایی هیوادونه د  یهودیانو تاریخی پوروړی دی وویل یهودیان د ایران د خلکو پوروړی دی ځکه چې  ایرانیان په بابل کښې د یهودیانو ژغورونکی وو او له دې کبله دایران خلک تل په یهودیانو احسان لری .

دایران ولسمشر حسن روحانی صهیونیسټان نیواکګره ډله وبلله او ویې ویل صهیونیسټان د فلسطین د غزې تړانګې په خلکو بمبارې کوی او د سوریې په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کوی او دداعش ترهګرې ډلې په ملاتړ کولو سره په سیمه  کښې ډیر ورانونکی رول لری .

روحانی دغه راز دایران او داسټریا نهایی هدف د مینځنی ختیځ په حساسې سیمې کښې د سولې او د امنیت  ټینګول او دسیمې له ملتونو سره د بشردوستانه مرستو کول وباله او هیله یې وکړه د دوه اړخیز ګټو په لړ  کښې د دواړو هیوادونو اړیکې پراخې شی .

د اسټریا صدر اعظم سباستین کورتس هم په دغه خبری کانفرنس کښې د سوریې دخلکو حالت اندیښمونکی وباله او هیله یې وکړه دسیمې ټول هیوادونه او نړیوال قدرتونه د سوریې د کړکیچ د حل او ددغه هیواد دخلکو د کړاو په ختمول کښې خپل رول ولوبوی.