هندي فوځيانو درې کشميريان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74452-هندي_فوځيانو_درې_کشميريان_ووژل
د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې په کشميري احتجاج کونکو د هندي امنيتي ځواکوو په حمله کښې درې تنه ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2018 13:52 Asia/Kabul
  • هندي فوځيانو درې کشميريان ووژل

د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې په کشميري احتجاج کونکو د هندي امنيتي ځواکوو په حمله کښې درې تنه ووژل شول.

د ايرنا د رپوټ له مخې د هند امنيتي ځواکونو د کشميريانو په خلاف د خپلو ځپونکو حملو په دوام کښې د کشمير په هورا کلي کښې په کشميري احتجاج کونکو ډزې وکړې چې له امله يې د يوې جينۍ په شمول درې تنه ووژل شول.

هندي ځواکونو همدارنګ په دغه حمله کښې يوشمېر احتجاج کونکي هم ونيول.

د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې حالات د ۲۰۱۶ کال د جولائۍ له اتمې نېټې راهسې د حزب المجاهدين د قوماندان برهان مظفر واني په وژل کېدو سره خراب شوي دي او په دې موده کښې په کشميري احتجاج کونکو د هند د امنيتي ځواکونو د حملو له کبله په سلګونو کشيمريان وژل شوي او په زرګونو نور ژوبل شوي او نيول شوي دي.