په استنبول کښې د آل سعود خلاف مظاهرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74493-په_استنبول_کښې_د_آل_سعود_خلاف_مظاهرې_وشوې
د ترکیې د استنبول ښار خلکو د عربستان خلاف د پراخو مظاهرو په کولو سره د یمن د خلکو خلاف د آل رژيم جنایتونه وغندل.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jul 08, 2018 15:24 Asia/Kabul
  • په استنبول کښې د آل سعود خلاف مظاهرې وشوې

د ترکیې د استنبول ښار خلکو د عربستان خلاف د پراخو مظاهرو په کولو سره د یمن د خلکو خلاف د آل رژيم جنایتونه وغندل.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د عربستان د کنسولګرۍ په وړاندې د استنبول د خلکو په پرونیو مظاهرو کښې ګډونوالو د (سعودي رژیم باید محاکمه شي)، (مړ دې وي آل سعود)، (مړه دې وي امریکا) او (مړ دې وي اسرائیل) د شعارونو په ورکولو سره د یمن د ولس خلاف روانو جنایتونو څخه خپله کرکه څرګنده کړه.

د استنبول مظاهره چیانو په پاې کښې په خپره کړې بیانیه کښې وویل: د امریکې په ملاتړ سره د سعودي رژيم لخوا د یمن هراړخیزه محاصره د یو ولس د موجودیت خلاف یو تاریخي جنایت ته ورته ده.

بیانیه زیاتوي: د یمن ولس له لوږې، قحطۍ او ډول ډول ناروغیو سره مخ دی او د دې جنایتونو ذمه واري د آل سعود په غاړه ده.