هندي پوځیانو درې کشمیري مبارزان ووژل
Jul 22, 2018 16:55 Asia/Kabul
په جمو او کشمیر کښې درې تنه مبارزان له هندي ځواکونو سره په نښته کښې وژل شوي دي.
د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد پوځي ځواکونو د دریو کشمیري مبارزانو له وژلو وروسته د هغوي کورونه چې محاصره کړي یې وو، وسوزول.
خبر زیاتوي چې په کشمیر کښې همداشان یو هندي پوځي تښتول شوی او یو بل وژل شوی دی.
هندوستان له کلونو راهیسې په کشمیر کښې د خپلو زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره د کشمیر ډیرې سیمې تر خپل نیواک لاندې راوستې دي او په تیرو دریو لسیزو کښې یې څه باندې ۶۸ زره کشمیریان وژلي دي.
ټیګونه