د امريکې استخباراتي ټولنه د ټرمپ په خلاف
د سي آئي اے د مخکيني مشر د امنيتي لاسرسائۍ د ختمولو په اړه د امريکې د ولسمشر بې مخينې اقدام د امريکې د استخباراتي ټولنې د مخکېنيو مشرانو قهر راپارولے دے.
د جان برنن په خلاف د ډونالډ ټرمپ د جنجالي فېصلې په خلاف ترټولو وروستي اقدام د امريکې د استخباراتو د مرکزي آژانس سي آئي اے يو شمېر مخکېنيو مشرانو د دغې استخباراتي ادارې د نورو يو شمېر مخکېنيو لوړرتبه چارواکو په ملتيا سره د برنن د امنيتي لاسرسائۍ ختمول په دغه هېواد کښې په نيوکه کوونکو د رعب اچولو او د ازادۍ د ختمولو لپاره د امريکې د ولسمشر کوشش وبلۀ.د سي آئي اے مخکېنيو مشرانو په يوې ګډې بيانيه کښې د ټرمپ فېصله نامناسبه او زياته افسوسناکه وبلله او تاکيد يې وکړ:«تر اوسه مو هيڅ چرته نه وو ليدلي چې محرمانه اطلاعاتو ته د لاسرسائۍ سهولت ورکول يا يې لغو کول په يوې سياسي وسيلې بدل شوي وي.»
د امريکې د ولسمشر او د سي آئي اے د مخکيني مشر جګړه هغه وخت زياته شوه چې برنن په هېلسينکي کښې د روسي له ولسمشر ولاديمير پيوټ سره په ګډ خبري کانفرنس کښې د ټرمپ چلند خيانت ناک وبلۀ. ټرمپ په دغه اخباري کانفرنس کښې د رسمي نظر په اپوټه د امريکې د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کښې د روسيې مداخلت رد کړ. له دغې نظر څرګندونې وروسته د اطلاعاتو د ملي مديريت اوسني مدير ډان کوټس چې د دغه هېواد د اطلاعاتي ټولنې مشري په غاړه لري په شمول د دغه هېواد د اطلاعاتي او امنيتي اداردو ټولو مخکېنيو او اوسنيو مشرانو ټرمپ ورټۀ. خو د امريکې ولسمشر جان برنن سزا کړ او د هغه امنيتي لاسرسائۍ يې ختمه کړه.ويل کيږي د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتي سياليو په وخت کښې د هغه څه په برابرولو کښې چې د ټرمپ او روسيې دوسيه لقب يې پېدا کړ د سي آئي اے د هغه وخت د مشر برنن رول ټاکونکے ؤ. برنن او د هغه وخت د استخباراتي او امنيتي ادارو د هغه وخت يو شمېر نورو چارواکو دغه وخت ټرمپ د امريکې د ولسمشرۍ او د وسله والو ځواکونو د عمومي قوماندان په چوکۍ د ناستې لپاره د لازمو صلاحيتونو نه لرونکے وبلۀ. ټرمپ حتی ادعا وکړه چې دغې ډلې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د هغه د کاميابۍ د مخنيوي په لاره کښې عملي کوششونه کړي وو چې البته په آخر کښې د الېکټرال پلاو د رايو په دليل دغه کوششونه بې نتيجې پاتې شول.
اوس د کانګرېس د مېنځ مهالو انتخاباتو د وخت په نزدې کېدو سره د ټرمپ او د امريکې د استخباراتي ټولنې ترمېنځ جنګ غرغنډه شوے دے. دا ځل د ولسمشرۍ په چوکۍ ناخوښه ټرمپ د سي آئي اے د هغه وخت د مشر د امنيتي لاسرسائۍ د ختمول بې مخينې فرمان جاري کړے دے. دغه اقدام حتی د هغه استخباراتي چارواکو ناراضګي چې د ري پبلکنانو په حکومتونو کښې يې خدمتونه کړي وو راپارولې ده تردې چې ډيويډ پېټراوس او رابرټ ګېټس هم دغه بيانيه لاسليک کړه.
د اطلاعاتو يو مخکيني ري پبلېکن چارواکے مائيکل هيډن وائي. په ساده توګه د يو سياسي مخالف د تنبيه کولو لپاره د امنيتي تائيديې له چلند څخه استفاده نامناسبه ده حتی که ومنوو چې ولسمشر په دې زمينه کښې اختيارات لري. د امريکائي جمهوريت د سلامتيا او د امريکائي تعلقاتو د سلامتيا لپاره يو منفي ټکے دے.
البته هغه څه چې د امريکائي جمهوريت په سلامتيا باندې د ټرمپ مخرب تاثير بلل شوے دے، يوازې له استخباراتي ټولنې سره د ولسمشر په جنګ پورې محدوده نه دے پاتے بلکه د امريکې اصلي رسنې هم پکښې شاملې شوي دي. له ۳۴۰ نه زياتو ورځپاڼو او نشريو کښې د تېر زيارت په ورځ په ټرمپ باندې د نيوکه کونکو سرمقابلو په يو وخت خپرېدل او د برنن په اړه د ټرمپ د فېصلې په خلاف د مخکېنيو استخباراتي او امنيتي چارواکو لخوا د مختلفو بيانيو صادرېدل د امريکې په سياسي فضاء کښې د درزونو د لا ژورېدو ښودنه کوي.
------------