هندي پوليسو د کشمير د اختر په نمونځګزارو ډزې وکړې
Aug 23, 2018 01:18 Asia/Kabul
د هند پوليسو پرون سحر د قربانۍ د اختر د نمونځ په مراسمو کښې په کشميري مسلمانانو ډزې وکړې.
د ايرنا د رپوټ له مخې د هند پوليسو پرونه سحر د دغه هېواد ترکنټرول لاندې کشمير په سرينګر ښار کښې د قربانۍ د اختر له نمانځه وروسته په نمونځګزارو ډزې وکړې چې له له امله يې يو شمېر نمونځګزاري ژوبل شول.
له دغې حملې وروسته په شوپيان سيمه کښې د امنيتي ځواکونو او کشميري نمونځګزارو ترمېنځ د نښتې په نتيجه کښې يو پوليس ووژل شو.
د يو بل خبر له مخې د هند بي جے پی واکمن ګوند غړي شبير احمد بټ پرون په پلوامه سيمه کښې د ناپېژندل شويو وسله والو کسانو په ډزو سره ووژل شو.
ټیګونه