جرمنی دسوریې پرضد ائتلاف سره یوځاې کیږی
Sep 11, 2018 01:42 Asia/Kabul
-
امریکا ، انګلستان ، فرانسه او جرمني وغیره هڅه کوي چې د سوریې په ادلب کښې دترهګرو ډلو په وسیله چې دوې ورته روزنه ورکړي ده کیمیاوي وسلې استعمال کړي .
زمونږخبریال وایی د جرمنی دحکومت ویاند اسټیفان زابیرت (Steffen Seibert) تائید کړه دغه هیواد دسوریې پرضد احتمالی یرغل کښې د ګډون لپاره له امریکا او خپلو اروپایی متحدانو سره خبرې اترې کړی دی .
هغه وویل دسوریې په ادلب(Idlib) ولایت کښې له کیمیاوی وسلو د استفادې په بڼه کښې به دسوریې پرضد پوځی اقدام ترسره شی .
د جرمنی د حکومت ویاند په دې خبرې ټینګار سره چې د حکومت هر ډول فیصله باید دهیواد د پارلمان لخوا تصویب شی وویل جرمنی به په ضروری وخت کښې په دې اړه فیصله وکړی .
امریکا ، انګلستان ، فرانسه او جرمنی وغیره هڅه کوی چې د سوریې په ادلب کښې دترهګرو ډلو په وسیله چې دوې ورته روزنه ورکړی ده کیمیاوی وسلې استعمال کړی چې د سوریې دحکومتی عسکرو پرضد د حملو د ترسره کولو لپاره یوه(۱) پلمه لاس ته راوړی
ټیګونه