امریکا په سوریې دحملې پلان جوړ کړی دی
-
دسوریې پوځ له تیرو څو اونیو راهسې دترهګرو له نیواک څخه د ادلب ولایت د ازادولو لپاره دعملیاتو په تدارک کښې دی .
زمونږخبریال وایی د روسیې د بهرنیو چارو دوزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا ټینګار وکړ امریکا دسوریې پرضد دنوی یرغل لپاره د عمومی افکارو د چمتو کولو په حال کښې ده .
هغې پرون په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې وویل امریکا له ډیرو اوزارونو استفاده کوی چې په نهایت کښې دنړۍ عمومی افکار د سوریې پرضد د نوی یرغل لپاره چمتو کاندی .
د روسیې دبهرنیو چارو دوزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا په سوریې کښې د تاوتریخوالو په زیاتیدا داندیښې په ښودلو سره وویل د سوریې په شمال کښې په ادلب سیمه کښې چې ګڼ شمیر ترهګر پکښې شته تاوتریخوالی ډیر زیات دی .
هغې خبرداری ورکړ له هغو حقایقو سره سره چې په سوریې کښې د جعلی کیمیاوی حملې لپاره د ترهګرو او د سپینو خولیو(White Helmets) د پلانونو په اړه خپاره شوی دی په ادلب کښې دخپلې سناریو د اجرا کولو لپاره ددغو ډلو تدارکات هماغه راز دوام لری .
د روسیې دباندنیو چارو دوزارت ویاندې ماریا زاخارووا زیاته کړه امریکا او دهغې ملګری هیوادونه په سخته په سوریې کښې دترهګرو په ماتی اندیښمن دی او کوشش کوی د ترهګرو په بچ ساتلو سره په کاملا مصنوعی ډول دسوریې جنګونه اوږد کړی .
دسوریې پوځ له تیرو څو اونیو راهسې دترهګرو له نیواک څخه د ادلب ولایت د ازادولو لپاره دعملیاتو په تدارک کښې دی .