ټرمپ د نړۍ په ضد ،نړۍ دټرمپ په ضد(ریدیوئي تحلیل)
په حقیقت کې ډونالډټرمپ د ملګروملتو په اویا کلن عمر کې دامریکا له نړیوالو اصولو او مقرراتو تر ټولو فراری کس شمیرل کیږی ، د غه موسسه ، په دوهم نړیوال جنګ کې دامریکا پشمول له نازیزم سره په جنګ کې د هیوادونو دمشرانو په هڅو سره جوړه شوې او مرکز ئې هم د دغه هیواد په نیویارک ښار کې ټاکل شوی دی .
دامریکا ولسمشر دملګروملتو په عمومی اسمبلس کې پخپل دوهم شتون کې دنړیوالې څو اړخیز پالنې په ضد دجنګ اعلان وکړ .
ډونالډ ټرمپ د نړۍ د هیوادونو دلسګونو مشرانو او لوړپوړو استازو په وړاندې ووئیل ، مونږ نړیوال کیدا ردوو ، او وطن پاله آئیډیالوجی منو::::
په حقیقت کې ډونالډټرمپ د ملګروملتو په اویا کلن عمر کې دامریکا له نړیوالو اصولو او مقرراتو تر ټولو فراری کس شمیرل کیږی ، د غه موسسه ، په دوهم نړیوال جنګ کې دامریکا پشمول له نازیزم سره په جنګ کې د هیوادونو دمشرانو په هڅو سره جوړه شوې او مرکز ئې هم د دغه هیواد په نیویارک ښار کې ټاکل شوی دی . له تیرو اویاؤ کلونو وروسته ،امریکا نه یوازې له ملګروملتو تر ټولو زیات غوره استفاده کونکی هیواد ؤ ،بلکې په دغې مودې کې امریکا په نړیوال مشارکت مشتمل دنړیوال نظم دساتونکی په توګه پیژندل کیدله .
البته دغه نظم په نهایت کې دامریکا سیاسی ،اقتصادی او حتی کلتوری ګټو د تامینولو لپاره ګرځید. او په همدې دلیل هم واشنګټن د دغه جوړښت ټینګه ساتنه کوله .ت خو له څو کلونو مخکې راهسې او په نړۍ کې دسیاسی او اامنیتی مشکلاتو په رامینځةکیدا او په اقتصادی بحرانونو پسې ، له نړیوال پالنې سره دضدیَت کړچار چې په اروپا کې په مشارکت سره (یعنی په هماغه پیل کې په مشخص ډول په بریتانیا کې د بریګزیټ موضوع) بڼه وموندله او وروسته له آټلانټیک یا ناټو څخه په تیریدو سره ئې ، د ۲۰۱۶کال په انتخاباتو کې ډونالډټرمپ سپینې ماڼۍ ته ولیږ.
دعمومی سیاست په ډ ګر کې بې تجروبې ټرمپ دامریکا دملی پال بهیر استازی دی ، چې دنړۍ اوسنی نظم ، دامریکا له لوړو ګټو او مصلحتونو سره په توپیر کې تعریف کوی او په نوی نظم پسې ، په نړۍ کې د دغه هیواد یوې مطلقې او لانجمنې هژمونی یا د بلاپه اساس دی . دامریکا دملی پالو یا زوړ پالو لپاره چې دامریکا دنړیوالې امپراتورۍ د نسکوریدا او دملی قدرت د ځوړتیا شاهدان دی ، موخه ئې یوازې په یوې جملې کې خلاصه کیږی ، یعنی ،،، اول امریکا.::::
د :اول امریکا :: دشعار په چوکاټ کې هر هه څه چې دنړیوال مشارکت یا ګډون جبنه لری ، څنګةکیږی . د ټرمپ د امریکا لپاره ، یا په بله وینا، دملی پالې امریکا لپاره،له دوهم نړیوال جنګه وروسته د پړاؤ له بدلونونه راپورته شوی اوسنی نظم ، پر نړۍ د برلاسۍ او دپولیس مین کردار ضمانت نه دی او باید زرترزره بدل شی . هغه امریکا چې یوه ورځ د نړیوالو اورګانونو او موسسو د جوړولو نوښتګره او په نړۍ کې نړیوال کیدا ته بیړه کونکی وه ، اوس له نړۍ سره ډغره وهی . : اول امریکا : نومې شعار ، منزوی امریکا له ځان سره راوړې ده . په تیرو دوو کلونو کې چې پر سپینې مانۍ د نړیوال پالو ضد کسان واکمن شوی دی ، ، دامریکا او نړیوالې ټولنې ترمینځ واټن مخ په زیاتیدو دی .
داسې بریښی ، دیویشتمې پیړۍ د دریمې لسیزې په پیل کې ، نړۍ په یوه برخلیک ټاکونکی دوه لاری ته رسیدلې ده . په بله وینا، یا نړۍ باید د :اول امریکا : نومې شعار ته غاړه کیږدی چې په داسې بڼه کې به د امریکا د ولسمشر فرمان دنړۍ لپاره لازم الاجرا شی ، یا دا چې په نړۍ کې د ګډون کونکو یا مشارکت پالو جوړښتونو د نابودۍ په وړاندې مقاومت وکړی او دهغو بیّه هم ورکړی . خو داسې ښکاری نړیوالو فیصله کړې ده ، چې دوهمه لاره غوره کړی .::: د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په غونډې کې د ډونالډټرمپ د وینا په هماغه پیل کې رامینځةشوو ګونګوسو او خندیدارو ملنډو وښودله چې دامریکایانو له خوا ګټه غواړی یو اړخیز پالنه به نړیوال ونه منی
دامریکا د پخوانی ولسمشر باراک اوباما د وخت سلاکار بن روډزپخپل ټولنیز چینل کې لیکلی دی ، دنړۍ دمشرانو له خوا دامریکا پر حکومت د تر ټولو مهم نړیوال اورګان له خوا دملنډو د پائیلو ژوروال په ډیر مشکل سره درک کولی شی .