ټرمپ د نړۍ په ضد ،نړۍ دټرمپ په ضد(ریدیوئي تحلیل)
https://parstoday.ir/ps/news/world-i76784-ټرمپ_د_نړۍ_په_ضد_نړۍ_دټرمپ_په_ضد(ریدیوئي_تحلیل)
په حقیقت کې ډونالډټرمپ د ملګروملتو په اویا کلن عمر کې دامریکا له نړیوالو اصولو او مقرراتو تر ټولو فراری کس شمیرل کیږی ، د غه موسسه ، په دوهم نړیوال جنګ کې دامریکا پشمول له نازیزم سره په جنګ کې د هیوادونو دمشرانو په هڅو سره جوړه شوې او مرکز ئې هم د دغه هیواد په نیویارک ښار کې ټاکل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2018 12:35 Asia/Kabul
  • ټرمپ د نړۍ په ضد ،نړۍ دټرمپ په ضد(ریدیوئي تحلیل)

په حقیقت کې ډونالډټرمپ د ملګروملتو په اویا کلن عمر کې دامریکا له نړیوالو اصولو او مقرراتو تر ټولو فراری کس شمیرل کیږی ، د غه موسسه ، په دوهم نړیوال جنګ کې دامریکا پشمول له نازیزم سره په جنګ کې د هیوادونو دمشرانو په هڅو سره جوړه شوې او مرکز ئې هم د دغه هیواد په نیویارک ښار کې ټاکل شوی دی .

 دامریکا ولسمشر  دملګروملتو   په عمومی اسمبلس کې  پخپل دوهم شتون کې  دنړیوالې څو اړخیز پالنې  په ضد  دجنګ اعلان وکړ .

 ډونالډ ټرمپ  د نړۍ د هیوادونو دلسګونو مشرانو او  لوړپوړو استازو  په وړاندې  ووئیل ، مونږ  نړیوال کیدا ردوو ، او  وطن پاله آئیډیالوجی  منو::::

     په حقیقت کې  ډونالډټرمپ د ملګروملتو په اویا کلن  عمر کې  دامریکا له نړیوالو اصولو او مقرراتو تر ټولو فراری  کس شمیرل کیږی ، د غه موسسه ، په دوهم نړیوال جنګ کې دامریکا پشمول  له نازیزم سره  په جنګ کې   د هیوادونو دمشرانو په هڅو سره   جوړه  شوې  او مرکز ئې هم   د دغه هیواد په نیویارک ښار کې  ټاکل شوی دی . له تیرو اویاؤ کلونو وروسته  ،امریکا  نه یوازې  له ملګروملتو  تر ټولو زیات   غوره استفاده کونکی  هیواد ؤ  ،بلکې  په دغې مودې کې امریکا  په نړیوال مشارکت مشتمل  دنړیوال نظم دساتونکی  په توګه پیژندل کیدله . 

 البته دغه نظم په نهایت کې  دامریکا   سیاسی ،اقتصادی  او حتی کلتوری  ګټو  د تامینولو لپاره  ګرځید. او په  همدې دلیل  هم واشنګټن  د دغه جوړښت  ټینګه ساتنه کوله .ت خو  له څو کلونو مخکې راهسې  او   په نړۍ کې  دسیاسی او اامنیتی مشکلاتو په رامینځةکیدا  او  په اقتصادی بحرانونو پسې ،  له نړیوال پالنې سره  دضدیَت کړچار چې په   اروپا کې  په مشارکت سره (یعنی  په هماغه پیل کې  په مشخص ډول   په بریتانیا کې د بریګزیټ  موضوع) بڼه وموندله  او وروسته   له آټلانټیک یا ناټو څخه په تیریدو سره ئې ،  د ۲۰۱۶کال په انتخاباتو کې   ډونالډټرمپ سپینې ماڼۍ ته  ولیږ.

 دعمومی سیاست په ډ ګر کې  بې تجروبې ټرمپ  دامریکا دملی پال بهیر   استازی دی ، چې  دنړۍ اوسنی نظم ،  دامریکا له لوړو ګټو او مصلحتونو سره په  توپیر کې تعریف کوی  او  په نوی  نظم پسې ، په نړۍ کې د  دغه هیواد یوې  مطلقې او لانجمنې هژمونی یا   د بلاپه اساس دی  .  دامریکا دملی پالو یا زوړ پالو  لپاره   چې  دامریکا دنړیوالې امپراتورۍ د نسکوریدا  او دملی قدرت د ځوړتیا  شاهدان دی ، موخه ئې یوازې په یوې جملې کې خلاصه کیږی ، یعنی ،،، اول امریکا.::::

 د   :اول امریکا ::   دشعار  په چوکاټ کې  هر هه څه چې    دنړیوال مشارکت یا ګډون  جبنه لری ،  څنګةکیږی .   د ټرمپ د امریکا لپاره  ، یا په بله وینا، دملی پالې  امریکا لپاره،له دوهم نړیوال جنګه وروسته د پړاؤ له بدلونونه  راپورته شوی اوسنی نظم ، پر نړۍ د برلاسۍ او  دپولیس مین کردار  ضمانت   نه دی  او باید  زرترزره بدل شی .  هغه امریکا چې  یوه ورځ  د نړیوالو اورګانونو او موسسو  د جوړولو  نوښتګره  او  په نړۍ کې  نړیوال کیدا ته  بیړه کونکی  وه ، اوس   له نړۍ سره ډغره  وهی . : اول امریکا : نومې شعار ،  منزوی امریکا له ځان سره  راوړې ده .   په تیرو دوو کلونو کې  چې پر سپینې مانۍ    د نړیوال پالو ضد  کسان واکمن شوی دی ، ،  دامریکا او نړیوالې ټولنې ترمینځ  واټن  مخ  په زیاتیدو دی .

 داسې بریښی ،  دیویشتمې پیړۍ  د دریمې لسیزې په پیل کې ، نړۍ  په یوه برخلیک ټاکونکی  دوه لاری  ته رسیدلې ده .  په بله وینا، یا نړۍ  باید  د :اول امریکا : نومې شعار ته غاړه کیږدی  چې په داسې بڼه کې  به  د امریکا د ولسمشر  فرمان  دنړۍ لپاره لازم الاجرا شی ، یا دا چې  په نړۍ کې د ګډون کونکو   یا  مشارکت پالو  جوړښتونو  د نابودۍ په وړاندې  مقاومت وکړی  او  دهغو بیّه  هم   ورکړی .  خو داسې ښکاری  نړیوالو فیصله کړې ده ، چې  دوهمه لاره غوره کړی .:::   د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په غونډې کې د ډونالډټرمپ  د وینا په هماغه پیل کې  رامینځةشوو ګونګوسو او خندیدارو ملنډو وښودله چې   دامریکایانو له خوا ګټه غواړی یو اړخیز پالنه به  نړیوال    ونه منی  

 دامریکا د پخوانی ولسمشر باراک اوباما  د وخت  سلاکار بن روډزپخپل ټولنیز چینل کې لیکلی دی ، دنړۍ دمشرانو له خوا  دامریکا پر حکومت  د تر ټولو  مهم   نړیوال اورګان له خوا  دملنډو د پائیلو   ژوروال  په ډیر مشکل سره  درک  کولی شی .