امریکا له شرط پرته له طالبانو سره خبرې کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i76877-امریکا_له_شرط_پرته_له_طالبانو_سره_خبرې_کوی
زمونږ خبریال وایی دافغانستان دسولې په بهیر کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد ادعا وکړه د ډونالډ ټرمپ حکومت لږ شان خپل دریځ بدل کړی چې له طالبانو سره د سازباز په دوسیې کې یوڅه پرمختګ ترلاسه شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 30, 2018 08:25 Asia/Kabul
  • امریکا د ناامنیو په زیاتولو د  جنګ په دوام ، د ملکي خلکو په وژلو او له داعش ترهګرې ډلې په مالي او وسله وال ملاتړ کښې زیات رول لرلی .
    امریکا د ناامنیو په زیاتولو د جنګ په دوام ، د ملکي خلکو په وژلو او له داعش ترهګرې ډلې په مالي او وسله وال ملاتړ کښې زیات رول لرلی .

زمونږ خبریال وایی دافغانستان دسولې په بهیر کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد ادعا وکړه د ډونالډ ټرمپ حکومت لږ شان خپل دریځ بدل کړی چې له طالبانو سره د سازباز په دوسیې کې یوڅه پرمختګ ترلاسه شی .

خلیل زاد ادعا وکړه واشنګټن اوس له کوم وړاندې شرط پرته دافغانستان له طالبانو سره خبرې کوی ځکه چې دامریکا ګټې د ترهګرۍ دمسلې په هواری کښې دی .

زلمی خلیل زادپه افغانستان او عراق کښې دامریکا پخوانی سفیر وو .

زلمی خلیل زاد په داسې حال کې  له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره دامریکا ددریځ دبدلیدا خبره کوی چې دغه ډلې دامریکا او دافغانستان له حکومتونو سره دسولې هرډول خبرې اترې له هیواده د امریکا دعسکرو له وتلو سره مشروطه کړی دی .

په افغانستان کې د سولې دټینګیدا او دامنیت دتامینولو په پلمه له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې تراوسه د امریکا پوځی شتون د دغه هیواد دحکومت او ملت لپاره هیڅ ګټه نه ده لرلی .

دافغانستان خلک وایی امریکا د ناامنیو په زیاتولو د  جنګ په دوام ، د ملکی خلکو په وژلو او له داعش ترهګرې ډلې په مالی او وسله وال ملاتړ کښې زیات رول لرلی .