امریکا له شرط پرته له طالبانو سره خبرې کوی
-
امریکا د ناامنیو په زیاتولو د جنګ په دوام ، د ملکي خلکو په وژلو او له داعش ترهګرې ډلې په مالي او وسله وال ملاتړ کښې زیات رول لرلی .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان دسولې په بهیر کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد ادعا وکړه د ډونالډ ټرمپ حکومت لږ شان خپل دریځ بدل کړی چې له طالبانو سره د سازباز په دوسیې کې یوڅه پرمختګ ترلاسه شی .
خلیل زاد ادعا وکړه واشنګټن اوس له کوم وړاندې شرط پرته دافغانستان له طالبانو سره خبرې کوی ځکه چې دامریکا ګټې د ترهګرۍ دمسلې په هواری کښې دی .
زلمی خلیل زادپه افغانستان او عراق کښې دامریکا پخوانی سفیر وو .
زلمی خلیل زاد په داسې حال کې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره دامریکا ددریځ دبدلیدا خبره کوی چې دغه ډلې دامریکا او دافغانستان له حکومتونو سره دسولې هرډول خبرې اترې له هیواده د امریکا دعسکرو له وتلو سره مشروطه کړی دی .
په افغانستان کې د سولې دټینګیدا او دامنیت دتامینولو په پلمه له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې تراوسه د امریکا پوځی شتون د دغه هیواد دحکومت او ملت لپاره هیڅ ګټه نه ده لرلی .
دافغانستان خلک وایی امریکا د ناامنیو په زیاتولو د جنګ په دوام ، د ملکی خلکو په وژلو او له داعش ترهګرې ډلې په مالی او وسله وال ملاتړ کښې زیات رول لرلی .