امریکا په افغانستان کښې پوځی شتون ته دوام ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i76904-امریکا_په_افغانستان_کښې_پوځی_شتون_ته_دوام_ورکوی
تسنیم خبری اژانس وایی په افغانستان کښې د امریکا او دناټو د عسکرو قومندان جنرال سکاټ میلر(Scott Miller) د خپل هیواد د پوځیانو د شتون پر دوام ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2018 01:52 Asia/Kabul
  • طالبانو دافغانستان له حکومت سره هرډول خبرې دامریکا په مشرۍ د خارجي عسکرو له وتلو سره تړلي دي .
    طالبانو دافغانستان له حکومت سره هرډول خبرې دامریکا په مشرۍ د خارجي عسکرو له وتلو سره تړلي دي .

تسنیم خبری اژانس وایی په افغانستان کښې د امریکا او دناټو د عسکرو قومندان جنرال سکاټ میلر(Scott Miller) د خپل هیواد د پوځیانو د شتون پر دوام ټینګار وکړ .

سکاټ میلر په افغانستان کښې د امریکا دعسکرو د شتون توجیه د امنیت تامینول او په دغه هیواد کښې د جنګ ختمول او د سولې ټینګول وباله .

دامریکا دغه پوځی جنرال زیاته کړه دافغانستان د کړکیچ حل د طالبانو او د کابل دحکومت ترمینځ  له سولې سره تړلی دی .

په افغانستان کښې دناټو او دامریکا د عسکرو قومندان جنرال سکاټ میلر په طالبانو غږ وکړ چې د سولې له بهیر سره یوځاې شی .

طالبانو دافغانستان له حکومت سره هرډول خبرې دامریکا په مشرۍ د خارجی عسکرو له وتلو سره تړلی دی .