د امریکې په دوستانو او دښمنانو د ټرمپ نیوکې
ټرمپ په ځلونو د امریکې په دوستانو او دښمنانو سختې نیوکې کړې دي او په همدې وجه له ختیځې آسیا سره د امریکې اړیکې او هم د اطلس سمندر د دواړو لورو اړیکې کړکیچنې شوې دي.
د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کښې د امریکې د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ له غوره کیدو راهیسې نړیوال ډګر د هغه د سیاستونو او اقداماتو په وجه له ډیرو کړکیچونو سره مخ شوی دی. ټرمپ په ځلونو د امریکې په دوستانو او دښمنانو سختې نیوکې کړې دي او په همدې وجه له ختیځې آسیا سره د امریکې اړیکې او هم د اطلس سمندر د دواړو لورو اړیکې کړکیچنې شوې دي.
ټرمپ له ځینو نړیوالو موافقو د امریکې په ایستلو سره د سیمه ایزو او نړیوالو کشالو د رامینځته کیدو سبب شوی دی. هغه د یواړخیزپالو سیاستونو او د بیخي مستبدانه کړنلارې او د حمایت پالو سیاستونو په تعقیبونې سره د تجارت په شمول بیلابیلو برخو کښې په نورو هیوادونو باندې د خپلو مختلفو غوښتنو او کړنلارو د ورتپلو په تګل کښې دی.
فرانسوۍ محققه ماري سیسل ناو باوري ده چې په تحکم باندې د ټرمپ سیاستونه تشې لاپې او سازباز دی او خاص په هغه پورې اړه لري.
په دې چوکاټ کښې ټرمپ د آیووا ایالت په یو ښار کښې په یوه انتخاباتي جلسه کښې یوځ لبیا د نورو هیوادونو په وړاندې د خپل بهرني سیاست دریځونو ته په اشارې سره یوځل بیا د امریکې پر ملګرو او دښمنانو نیوکه وکړه.
ټرمپ د اروپايي اتحادیې، ناټو، جرمني، چین، جاپان، جنوبي کوریا، شمالي کوریا، سعودي عربستان او ایران په وړاندې د خپل حکومت دریځونه تکرار کړل او د نورو هیوادونو په وړاندې د امریکې د بهرني سیاست دریځونو ته په اشارې سره یې ادعا وکړه د ده د دریځونو په نتیجه کښې یو ځل بیا د امریکې متحده ایالاتو ته احترام کیږي.
د امریکې ولسمشر په خپلو څرګندونو کښې د اروپايي هیوادونو په ملاتړ پالو سیاستونو باندې په نیوکې سره وویل: اروپايي اتحادیه که څه هم په ظاهره ښه او ښایسته ښکاري خو بې رحمه ده او دا اتحادیه له مونږه د ګټې تروړلو په موخه جوړه شوې ده.
ټرمپ همداشان د چین خلاف یوځل بیا سختې څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه: د دواړو هیوادونو ترمینځ د کلونو کلونو غیرمنصفانه سوداګري اړیکو له امله بیجنګ له واشنګټنه میلیارډونه ډالر ترلاسه کړي دي خو زما د ولسمشرۍ په پيلیدو سره دا بهیر ختم شوی دی. هغه په جاپان او سویلي کوریا هم سخته نیوکه وکړه او مدعي شو چې امریکا د دغو هیوادونو په ساتنې خرچه کوي خو جاپان له امریکې ناوړه ګټه پورته کوي.
ډونلډ ټرمپ همداشان یوځل بیا د سعودي عربستان لخوا امریکې ته د پيسو د ورکړې د ضرورت خبره تکرار کړه او ویې ویل: زمونږ کار دا و چې په وړیا توګه به مو د شته منو هیوادونو ساتنه او حفاظت کوه.
د ټرمپ د وینا بله برخه ایران ته ځانګړې وه او له ایټمي موافقې د امریکې د غیرقانوني وتنې او د خپل حکومت د ایراني ضده دریځونو دفاع یې وکړه. هغه وویل: زما له ولسمشر جوړیدو مخکښې ایران کوی شول چې په ۱۲ دقیقو کښې ټول مینځني ختیځ په خپل واک او کنټرول کښې راولي. ټرمپ په عین حال کښې مدعي شو چې د سخت قدرت د کارولو په لړ کښې د امریکې د تاریخ د ترټولو پياوړي پوځ په جوړولو لګیا دی.
د ټرمپ دا وروستۍ څرګندونې ښودنه کوي چې دی، ټوله نړۍ د امریکې پوره وړې ګڼي. د هغه له نظره د چین او اروپا په شان د نړۍ یوې برخې له امریکې ناوړه استفاده کړې ده او بلې برخې یعنې د جاپان، جنوبي کوریا او سعودي عربستان په شان د واشنګټن سیمه ایزو انډیوالانو له امریکې مفته ګټه پورته کړې ده.
ټرمپ له بلې خوا د ایران په هکله په ناسمو ادعاؤ سره په سیمه کښې له ایرانه د ویرونې د پراختیا په لټه کښې دی. هغه د (اول امریکا) شعار په لړ کښې، د امریکې ګټو او اهدافو ته د وړومبیتوب ورکولو او د نورو هیوادونو په ګټو باندې د سترګو پټولو په ترڅ کښې په دې باور دی چې یواړخیزپال او ځان محوره سیاستونه به یې د قدرت د زیاتیدو او پر خپلو سیالانو د دغه هیواد د برلاسي سبب شي.
خو سره له دې د امریکې له ولسمشر جوړیدو راهیسې د ټرمپ د سیاستونو پایلو ته یوه کتنه ښودنه کوي چې د هغه یواړخیزپال او بدمعاش ډوله سیاستونه په نړۍ کښې د امریکې د ورځ په ورځ لایوازې کیدو سبب شوي دي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*