عراقي شنونکی: ایران د «نوي منځني ختیځ» طرحه ناکامه کړه
پارس ټوډی – یو عراقي سیاسي شنونکي ویلي چې ایران د امریکا پر وړاندې د خپل مقاومت او د واشنګټن د طرحو د شنډولو له لارې د «نوي منځني ختیځ» پروژه ناکامه کړې ده.
عراقي سیاسي شنونکي، اثیر الشرع، د العهد خبري شبکې ته ویلي چې ایران وښودله چې په سیمه کې یو ځواکمن قدرت دی او باید هېڅکله کم ونه ګڼل شي.
هغه زیاته کړه چې امریکا د خپلې هوايي برترۍ او لوژستیکي امکاناتو له امله تمه لرله چې ایران به تسلیم شي، خو د ایران د وسلهوالو ځواکونو له مقاومت او زړورتیا سره مخامخ شو.
الشرع ویلي چې ایران له واشنګټن سره په خبرو کې د خپلو کنګل شویو شتمنیو د آزادېدو او د بندیزونو د لرې کېدو په ګډون مهمې لاسته راوړنې درلودې او امریکا اړ شوه چې د ایران د خلکو حاکمیت او ارادې ته درناوی وکړي.
د هغه په وینا، ایران وتوانېد چې د وروستۍ هوکړې په چوکاټ کې د لبنان موضوع هم شامله کړي او په سیمه کې یو نوی واقعیت رامنځته کړي.
تر دې وړاندې د «المطلع» عربي وېبپاڼې هم په یوه شننه کې لیکلي وو چې په جګړه کې د ایران بریا او د تفاهماتو ترلاسه کول د دې لامل شول چې ایران د نړیوال سیاست یو مهم او محوري لوبغاړی وپېژندل شي.