چین: امریکا خپله د بشري حقوقو خلاف ورزي کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77237-چین_امریکا_خپله_د_بشري_حقوقو_خلاف_ورزي_کوي
د چین د خارجه وزارت ویاند له واشنګټنه وغوښتل چې په امریکا کښې د بشري حقوقو په جدي ستونزو بیاکتنه وکړي او له دې موضوع دې د نورو هیوادونو په چارو کښې د لاسوهنې لپاره اوزاري استفاده نه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2018 04:12 Asia/Kabul
  • چین: امریکا خپله د بشري حقوقو خلاف ورزي کوي

د چین د خارجه وزارت ویاند له واشنګټنه وغوښتل چې په امریکا کښې د بشري حقوقو په جدي ستونزو بیاکتنه وکړي او له دې موضوع دې د نورو هیوادونو په چارو کښې د لاسوهنې لپاره اوزاري استفاده نه کوي.

له بیجنګ څخه د ایرنا د خبریال د رپورټ له مخې، لوکانګ پرون په خبري غونډه کښې په چین کښې د بشري حقوقو او آزادۍ د منفي حالت په هکله د امریکايي چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې امریکا چې خپله د بشري حقوقو له جدي ستونزو سره مخ ده او د ملګرو ملتو د بشري حقوقو له شورا وتلې ده، حق نه لري چې د نورو هیوادونو د بشري حقوقو د حالت په هکله څیړنه او نیوکه وکړي.

هغه همداشان له امریکې وغوښتل چې په مجازي فضا (انټرنیټ) کښې د جاسوسۍ په پلمه د چین له تورنولو او له نورو مداخله غواړو اقداماتو لاس واخلي.