دکابل حکومت او طالبان دماسکو په غونډه کښې برخه اخلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77349-دکابل_حکومت_او_طالبان_دماسکو_په_غونډه_کښې_برخه_اخلی
زمونږخبریال وایی د افغانستان په چارو کښې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د ماسکو دسولې په غونډې کښې د طالبانو او د اشرف غنی دحکومت داستازیو د ګډون خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2018 02:37 Asia/Kabul
  • دا لومړی(۱) ځل دی چې دافغانستان دحکومت او دطالبانو استازي په یوې(۱) نړیوالې غونډې کښې ګډون کوي .
    دا لومړی(۱) ځل دی چې دافغانستان دحکومت او دطالبانو استازي په یوې(۱) نړیوالې غونډې کښې ګډون کوي .

زمونږخبریال وایی د افغانستان په چارو کښې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د ماسکو دسولې په غونډې کښې د طالبانو او د اشرف غنی دحکومت داستازیو د ګډون خبر ورکړ .

هغه وویل د افغانستان دحکومت او دطالبانو د استازیو په ګډون سربیره لسو(۱۰) نورو هیوادونو هم په افغانستان کښې دسولې په اړه د ماسکو په غونډې کښې د ګډون  لپاره چمتو والی اعلان کړی دی .

ضمیر کابلوف زیاته کړه دا لومړی(۱) ځل دی چې دافغانستان دحکومت او دطالبانو استازی په یوې(۱) نړیوالې غونډې کښې ګډون کوی .

ټاکل شوی وه  چې د ماسکو دسولې نړیواله غونډه د روان میلادی کال د سپتمبر د میاشتې په څلورمه(۴) نیټه وشی خو په دغه ناسته کښې له ګډون څخه د افغانستان دحکومت د ډډه کولو په علت دکابل د حکومت په غوښتنه دغه غونډه  ځنډول شوی وه .

د ماسکو په غونډې کښې د طالبانو داستازیو ګډون په داسې حال کښې دی چې ددغه ډلې غړو په افغانستان کښې د جنګ ختمیدل او هرډول سوله له دغه هیواده د خارجی عسکرو له وتلو سره  اړونده ګڼی .