اروپایی اتحادیې د افغانستان دانتخاباتو هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77532-اروپایی_اتحادیې_د_افغانستان_دانتخاباتو_هرکلی_وکړ
زمونږخبریال وایی اروپایی اتحادیې په یوې(۱) بیانیې کښې وویل دافغانستان خلکو د پارلمان په انتخاباتو کښې په ګډون سره وښودله چې د دوې دامنیت پرضد ګواښونه دوې د راتلونکی لپاره د سولې او ډیموکراسۍ له انتخابولو نشی منع کولای .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 23, 2018 15:34 Asia/Kabul
  • دا لومړی(۱)ځل دی چې دافغانستان پوځیان او پولیس وتوانیدل د ناټو د ځواکونو له ملګرتیا پرته د انتخاباتو امنیت تامین کړي .
    دا لومړی(۱)ځل دی چې دافغانستان پوځیان او پولیس وتوانیدل د ناټو د ځواکونو له ملګرتیا پرته د انتخاباتو امنیت تامین کړي .

زمونږخبریال وایی اروپایی اتحادیې په یوې(۱) بیانیې کښې وویل دافغانستان خلکو د پارلمان په انتخاباتو کښې په ګډون سره وښودله چې د دوې دامنیت پرضد ګواښونه دوې د راتلونکی لپاره د سولې او ډیموکراسۍ له انتخابولو نشی منع کولای .

اروپایی اتحادیې په یوې بیانیې چې نن خپره شوه دافغانستان د انتخاباتو د پلانونې په ارتباط چیلنجونو او اړونده پیښو ته په اشارې سره د رایو په مرکزونو کښې د ښځو په شمول د رایو ورکولو د زیات ګډون قدرونه وکړه .

اروپایی اتحادیې دافغانستان د انتخاباتو د ارګانونو د دندو د دوام او د انتخاباتو له قوانینو سره سم هرډول شکایت ته په  شفاف او منصفانه ځواب ورکولو ټینګار وکړ .

اروپایی اتحادیې دغه راز  د هغو کسانو  چې دافغانستان له انتخاباتو مخکې او د انتخاباتو په ورځ وژل شوی وو له کورنیو سره خواخوږی اعلان کړه .

بل خبردا چې په ترکیې د افغانستان پخوانی سفیر امان الله جیحون د هیواد دپارلمان د انتخاباتو بهیر مثبت او دخارجی عسکرو له لاسوهنې پرته وباله .

هغه وویل دا لومړی(۱)ځل دی چې دافغانستان پوځیان او پولیس وتوانیدل د ناټو د ځواکونو له ملګرتیا پرته د انتخاباتو امنیت تامین کړی .

خو دحزب اسلامی دمشر ګلبدین حکمتیار په شمول ډیرو افغان سیاسی شخصیتونو او سیاسی ګوندونو د پارلمان دانتخاباتو په بهیر کښې فنی مشکلاتو ته په اشارې سره دغه انتخابات ناکامه وبلل .