امریکا د سوریې نور پینځه بې ګناه ښاریز وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77667-امریکا_د_سوریې_نور_پینځه_بې_ګناه_ښاریز_وژلی
فارس خبری اژانس وایی د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه د ائتلاف جنګی الوتکو دسوریې په ختیځ کښې په دیرالزور ولایت کښې په یوه کلی بمبارې وکړې او د څو ماشومانو په شمول یې پینځه(۵) ملکی وګړی ووژل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2018 02:01 Asia/Kabul
  • دامریکا جنګي الوتکو په البوبداران کلي باندې د داعش ترهګرو د دفاع او ملاتړ لپاره بمبارې وکړې .
    دامریکا جنګي الوتکو په البوبداران کلي باندې د داعش ترهګرو د دفاع او ملاتړ لپاره بمبارې وکړې .

فارس خبری اژانس وایی د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه د ائتلاف جنګی الوتکو دسوریې په ختیځ کښې په دیرالزور ولایت کښې په یوه کلی بمبارې وکړې او د څو ماشومانو په شمول یې پینځه(۵) ملکی وګړی ووژل .

ویل کیږی چې دامریکا جنګی الوتکو پرون د سوریې ریف دیرالزور کښې په البوبداران کلی باندې د داعش ترهګرو د دفاع او ملاتړ لپاره بمبارې وکړې .

د امریکا په مشرۍ  د ائتلاف جنګی الوتکو د اکتوبر دمیاشتې په اتلسمه(۱۸) او نولسمه(۱۹) نیټه هم د دیرالزور د جنوب ختیځ په خوا کښې په السوسه او البوبداران دوو (۲)کلیو حملو سره دوه شپیته(۶۲) بې ګناه ملکی وګړی وژلی او په لسګونو نور ژوبل کړی وو .

دغه راز د سوریې په شمال لویدیځ کښې په عفرین کښې دسوریې دازاد پوځ په نوم ډلې ته اړونده ترهګرې ډلې دخلکو دشتمینو د چورتالان کولو پرسر له یوبل سره ونښتلې او له کبله یې پینځلس(۱۵) ټروریسټان ژوبل شول .