د کربلا د دښتې د شهیدانو د اربعین تسلیت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77724-د_کربلا_د_دښتې_د_شهیدانو_د_اربعین_تسلیت_ومنئ
زما هدف د یذید د اسلامی ضد حکومت جوتول ، د امر به معروف او نهی از منکر ترسره کول او ظلم و ستم په وړاندې دریدا دې او د قران کریم له ملاتړ او د سوچه محمدی (ص) اسلام له ژوندی ساتلو پرته بل هدف نلرم .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2018 02:00 Asia/Kabul
  • د کربلا د دښتې د شهیدانو د اربعین تسلیت ومنئ

زما هدف د یذید د اسلامی ضد حکومت جوتول ، د امر به معروف او نهی از منکر ترسره کول او ظلم و ستم په وړاندې دریدا دې او د قران کریم له ملاتړ او د سوچه محمدی (ص) اسلام له ژوندی ساتلو پرته بل هدف نلرم .

نن د ۱۴۴۰ هجری قمری کال د صفرې شلمه نیټه ده چی د کربلا په دښته کې د  شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه سلام او د هغه حضرت د وفادارو یارانو د شهادت له څلویښتی سره برابره ده .

بیګا او نن درست اسلامی ایران د نړۍ د شیعیانو د دریم امام حضرت امام حسین علیه سلام او د هغوی د وفادارو یارانو د شهادت د اربعین په مناسبت په ویر او ماتم کې ډوب دې .

د اسلامی ایران ، پاکستان او افغانستان په شمول له درستې نړۍ په میلیونونو  خلک په دغه ورځ د حسینی اربعین په عظیمو دستورو کې د ګډون لپاره  د عراق په جنوب کې کربلا ښار ته ورځی . په دغو دستورو کې نه یوازې مسلمانان بلکې  د نورو دینونو خلک هم ګډون کوی .

حضرت امام حسین علیه سلام او وفادار یاران یې د ۶۱ هجری قمری کال د محرم په لسمه نیټه  په کربلا کې شهیدان شول .

Image Caption

 

حضرت امام حسین علیه سلام د کربلا د پیښې په  بیانولو کې کربلا ته د مکې په لاره کی  او تر خپل شهادته پورې په ډاګه ټینګار وکړ چی له حرکته زما هدف د یذید د اسلامی ضد حکومت جوتول ، د امر به معروف او نهی از منکر ترسره کول  او ظلم و ستم  په وړاندې   دریدا دې  او د قران کریم له ملاتړ او د سوچه محمدی (ص) اسلام  له ژوندی ساتلو پرته بل هدف نلرم .

Image Caption

 

د اسلامی ایران په شمول دعراق ، پاکستان ، افغانستان ، لبنان ، ترکیې ، سوریې  او نورو ډیرو هیوادونو خلک په جوماتونو او امام بارګاو کې د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه سلام او د کربلا د نورو شهیدانو د څلویښتی په مناسبت ځانګړی دستورې ترسره کوی  او عزاداری دستې  مرثیې او سینه زنۍ کوی او وینا وال هم د حضرت امام حسین علیه سلام او د کربلا د نورو شهیدانو په شخصیت  او د کربلا د عظیمې حماسې په بیلا بیلو اړخونو رڼا اچوی .

د ایران په مشهد او قم سپیڅلیو ښارونو کې هم د ګڼ شمیر په دې مناسبت ځانګړی دستورې ترسره کوی .

.