ویکی لیکس د امریکا په دوه ګوڼه کړچار نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77938-ویکی_لیکس_د_امریکا_په_دوه_ګوڼه_کړچار_نیوکه_وکړه
فارس خبری اژانس وایی د ویکی لیکس(WikiLeaks) اینټرنیټ سایټ یوه استعمالونکی (user) دایران او د عربستان په وړاندې دامریکا په دوه ګوڼه چلند نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2018 10:42 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان دامریکا په ملاتړونو سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې په یمن بمباریو او حملو او له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .
    سعودي عربستان دامریکا په ملاتړونو سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې په یمن بمباریو او حملو او له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

فارس خبری اژانس وایی د ویکی لیکس(WikiLeaks) اینټرنیټ سایټ یوه استعمالونکی (user) دایران او د عربستان په وړاندې دامریکا په دوه ګوڼه چلند نیوکه وکړه .

د ویکی لیکس اینټرنیټ پاڼې دغه کارونکی زیاته کړه د سعودی عربستان وهابیان په ۲۰۰۱ میلادی کال کښې د سپتمبر د یولسمې (۱۱)نیټې حملې کوی او امریکا د ایران پرضد بایکاټ لګوی ، سعودی عربستان داعش ته وسلې او پیسې ورکوی  ایران له داعش ډلې سره مبارزه کوی او امریکا په ایران بایکاټ لګوی .

ویکی  لیکس سایټ زیاتوی سعودی عربستان په امریکا کښې د هستوګنه خبریال جمال خاشقجی  سر پرې کوی امریکا په ایران بایکاټ لګوی ، سعودی عربستان په یمن بمبارې کوی او ددغه هیواد خلک له لوږې سره مخ کوی امریکا په ایران بندیز لګوی .

دامریکا حکومت په یمن د سعودی عربستان د حملې په نړیوال ډول له غندلو سره سره هماغه راز په دغه بوږنونکی جنګ کښې له ریاض څخه خپلو وسله والو او استخباراتی ملاتړونوته دوام ورکوی .

سعودی عربستان دامریکا په ملاتړونو سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې په یمن بمباریو او حملو او له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .