سپین خولی په سوریې کښې نوی سناریو اجرا کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77941-سپین_خولی_په_سوریې_کښې_نوی_سناریو_اجرا_کوی
په ملګروملتونو کښې د روسیې دائمی استازی واسیلی نبنزیا په سوریې کښې د کیمیاوی وسلو د حملې د نوی نندرې د اجرا کولو لپاره د سپین خولیو (White Helmets)د فیصلې په اړه خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2018 11:19 Asia/Kabul
  • دامریکا حکومت او دهغې اروپايي متحد هیوادونه د سپین خولیو او د ترهګرو ډلو له غږمله فضا جوړونې په استفادې سره به سوریې پوځي حمله کوي .
    دامریکا حکومت او دهغې اروپايي متحد هیوادونه د سپین خولیو او د ترهګرو ډلو له غږمله فضا جوړونې په استفادې سره به سوریې پوځي حمله کوي .

په ملګروملتونو کښې د روسیې دائمی استازی واسیلی نبنزیا په سوریې کښې د کیمیاوی وسلو د حملې د نوی نندرې د اجرا کولو لپاره د سپین خولیو (White Helmets)د فیصلې په اړه خبرداری ورکړ .

هغه وویل سپین خولی اوترهګرې ډلې  د سوریې د پوځ د تورنولو په هدف سره په سوریې کښې له کیمیاوی وسلو د استفادې په اړه د یوې بلې نندرې د  اجرا کولو لپاره دچمتو کیدا په حال کښې دی .

د روسیې دغه چارواکی وویل د سوریې دحلب سیمې وسیدونکو دغه خبر د روسیې مرکز ته رسولی دی .

هغه یوځل بیا ټینګار وکړ چې په سوریې کښې کیمیاوی وسلې د ملګروملتونو د کیمیاوی وسلو د بندیز د موسسې په څارنې سره له مینځه وړل شوی دی .

دامریکا حکومت او دهغې اروپایی متحد هیوادونه د سپین خولیو او د ترهګرو ډلو له غږمله فضا جوړونې په استفادې سره به سوریې پوځی حمله کوی .