د خاشقجي د قتل په اړه شکونه لاهم پاتې دي
د ترکیې ولسمشر وویل: انقرې تراوسه د منتقد سعودي خبریال د مړي د برخلیک په هکله د عربستان لخوا هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی او په دې لړ کښې شکونه لاهم پاتې دي.
رجب طیب اردوغان په ارجنټین کښې د شل ډلې له سرمشریزې وروسته خبري غونډه کښې وویل: په استنبول کښې د عربستان په قونصلیټ کښې د جمال خاشقجي د وژلې په لړ کښې له سعودي خارجه وزیر عادل الجبیر څخه د انقرې پوښتنې لاهم بې ځوابه پاتې دي.
په بوئنوس آیرس کښې د شل ډلې د مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کښې د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هم شتون درلود.
د ترکیې ولسمشر زیاته کړه: د موجودو اسنادو له مخې د عربستان په حکومت دغه نیوکه کونکی سعودي خبریال د نښتې او شکنجې له پیلیدو وروسته په اووه نیمو دقیقو کښې خپه کړی شوی او وژل شوی دی.
د ویلو ده چې پر آل سعود رژيم نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجي دوه میاشتې مخکښې یعنې د روان ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په دویمه نیټه په استنبول کښې د عربستان قونصلیټ ته له ننوتو وروسته بې درکه شو او زیاتره خبري سرچینو وویل چې هغه د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په حکم وژل شوی دی، خو مړی یې لاهم نه دی پیدا شوی.