ایران او روسیه یوبل ته نږدې دریځونه لری
-
تهران او ماسکو د سیمې د هیوادونو په کورنیو چارو کښې له بهرنۍ لاسوهنې سره مخالف دي .
زمونږخبریال وایی په روسیې کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر مهدی سنایی بیګا په ماسکو کښې د مینځنی ختیځ په چارو کښې د روسیې له استازی او دبهرنیو چارو دوزیر له مرستیال میخائیل بوګدانف سره کتنه وکړه .
مهدی سنایی او میخائیل بوګدانف په دغه کتنې کښې د سوریې ، دلبنان او دیمن دکړکیچ په شمول د مهمو سیمه ییزو مسائلو په اړه خبرې او دنظر تبادله وکړه .
ایران او روسیه په سیمه کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په مسلې کښې یو شان دریځونه لری او تهران او ماسکو د سیمې د هیوادونو په کورنیو چارو کښې له بهرنۍ لاسوهنې سره مخالف دی .
دسوریې په مسلې کښې ایران او روسیه د ترکیې په ملګرتیا او ګډون سره په استانه کښې د سوریې دسولې دخبرواترو سرپرستۍ پرغاړه لری .
دیمن په مسلې کښې هم ایران او روسیه په دغه هیواد د سعودی عربستان د تیریو د ختمیدا او د کړکیچ دحل لپاره د سیاسی خبرواترو دپیلیدا غوښتونکی دی .