ایران او روسیه یوبل ته نږدې دریځونه لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78866-ایران_او_روسیه_یوبل_ته_نږدې_دریځونه_لری
زمونږخبریال وایی په روسیې کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر مهدی سنایی بیګا په ماسکو کښې د مینځنی ختیځ په چارو کښې د روسیې له استازی او دبهرنیو چارو دوزیر له مرستیال میخائیل بوګدانف سره کتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2018 02:06 Asia/Kabul
  • تهران او ماسکو د سیمې د هیوادونو په کورنیو چارو کښې  له بهرنۍ لاسوهنې سره مخالف دي .
    تهران او ماسکو د سیمې د هیوادونو په کورنیو چارو کښې له بهرنۍ لاسوهنې سره مخالف دي .

زمونږخبریال وایی په روسیې کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر مهدی سنایی بیګا په ماسکو کښې د مینځنی ختیځ په چارو کښې د روسیې له استازی او دبهرنیو چارو دوزیر له مرستیال میخائیل بوګدانف سره کتنه وکړه .

مهدی سنایی او میخائیل بوګدانف په دغه کتنې کښې د  سوریې ، دلبنان او دیمن دکړکیچ په شمول د مهمو سیمه ییزو مسائلو په اړه خبرې او دنظر تبادله وکړه .

ایران او روسیه په سیمه کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په مسلې کښې یو شان دریځونه لری او تهران او ماسکو د سیمې د هیوادونو په کورنیو چارو کښې  له بهرنۍ لاسوهنې سره مخالف دی .

دسوریې په مسلې کښې ایران او روسیه د ترکیې په ملګرتیا او ګډون سره په استانه کښې د سوریې دسولې دخبرواترو سرپرستۍ پرغاړه لری .

دیمن په مسلې کښې هم ایران او روسیه په دغه هیواد د سعودی عربستان د تیریو د ختمیدا او د کړکیچ دحل لپاره د سیاسی خبرواترو دپیلیدا غوښتونکی دی .