په انډونیشیا کښې د سونامي د قربانیانو شمیر لازیات شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i79184-په_انډونیشیا_کښې_د_سونامي_د_قربانیانو_شمیر_لازیات_شو
د انډونیشیا له حوادثو سره د مقابلې ادارې په دغه هیواد کښې د وروستۍ سونامي له امله د وژل شویو او زخمي شویو د شمیر لازیاتیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 25, 2018 04:27 Asia/Kabul
  • په انډونیشیا کښې د سونامي د قربانیانو شمیر لازیات شو

د انډونیشیا له حوادثو سره د مقابلې ادارې په دغه هیواد کښې د وروستۍ سونامي له امله د وژل شویو او زخمي شویو د شمیر لازیاتیدو خبر ورکړ.

فارس خبري آژانس لیکلي چې په انډونیشیا کښې له ناوړه پيښو سره د مقابلې د ادارې د وروستیو احصائیو له مخې د جاوه او سوماترا جزیرو ترمینځ د سوندا اوبلارې په سواحلو کښې دوه ورځې مخکښې د راپورته شوې سونامي د قربانیانو شمیر ۳۷۳ کسانو ته رسیدلی دی.

د دغو احصائیو له مخې د یادې پيښې د وژل شویو د شمیر پر زیاتیدو سربیره د زخمیانو شمیر هم له زرو تنو زیات اعلان شوی او دا په داسې حال کښې دي چې یوشمیر کسان لاهم بې درکه دي.

د ابتدايي معلوماتو له مخې په دې سونامي کښې ۴۳۰ کورونه، نهه هوټلونه او لس کشتۍ خرابې شوې دي.

په ستمبر میاشت کښې هم د انډونیشیا په سولاوسي جزیره کښې د راغلې سونامي له امله سلګونه تنه وژل شوي وو.