دجرمنی هوائی ډګرونو امنیتی کارکونکو کاربندیزونه نورهم پراخ کړی
له برلینه رارسیدلی راپورونه ښئ په وروستیو کاربندیزونو پسې دجرمنی په ډوسلډورف،کلون، بن شټوټګارټ او برلین هوائی ډګرونو کې په سلګونو الوتونه لغوه شوی دی .
ایسو شی ایټیډپریس آژانس راپورورکړ دجرمنی دعامو خدماتو ټولنې دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د هامبرګ دهوائی ډګر امنیتی برخې کارکونکو نن هم خپل کاربندیز ته دوام ورکړی دی .
د دغه راپور په اساس، دجرمنی په فرانکفرټ هوائی ډګر کې د کاربندیز ورسوته د هامبرګ هوائی ډګر او څو نورو هوائی ډګرونو دامنیتی برخې کارکونکو هم په دغه کاربندیز کې برخه اخستې ده .
دامینتی کارکونکو دغه کاربندیز دبرلین له هوائی ډګره پیل شوی او دجرمنی په نورو هوائی ډګرونو کې ئې هم تود هرکلی شوی دی .
دراپورونو په اساس ،ټاکل شوې ده ، سبا هم دجرمنی دنورو ښارونو په هوائی ډګرونو کې هم کاربندیز ترسره شی .
دکارګرانو د ټولنې مسئولانو دامنیتی برخو دکارکونکو په نتخواګانو کې د په هرساعت کې د نورو شلو یورو دزیاتولو غوښتنه کړې ده .
داپه داسې حال کې دی چې دجرمنی دټیکیدارانو ټولنې په ځینو موردونو کې د حقوقو تر دیرشو فی صدو پورې دزیاتولو خبر ورکړی دی .
له برلینه رارسیدلی راپورونه ښئ په وروستیو کاربندیزونو پسې د جرمنی په ډوسلډورف، کلون ، بن شټوټګارټ او برلین هوائی ډګرونو کې په سلګونو الوتونه لغوه شوی دی .