د ترکیې ولسمشر د فلسطین له خلکو په ملاتړ ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80092-د_ترکیې_ولسمشر_د_فلسطین_له_خلکو_په_ملاتړ_ټینګار_وکړ
د ترکیې ولسمشر وویل: انقره به په پوره توان سره د خپلو فلسطیني وروڼو ملاتړ جاري وساتي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2019 08:34 Asia/Kabul
  • د ترکیې ولسمشر د فلسطین له خلکو په ملاتړ ټینګار وکړ

د ترکیې ولسمشر وویل: انقره به په پوره توان سره د خپلو فلسطیني وروڼو ملاتړ جاري وساتي.

د اناتولي خبري آژانس د خبر له مخې رجب طیب اردوغان په استنبول کښې د صهیونیسټي رژيم د پارلیمان له فلسطیني غړو سره په کتنه کښې، په دې خبرې سره چې په نیواکي فلسطین کښې د صلحې او ارامښت د ټینګښت لپاره خپله پوره پوره هڅه کوي، څرګنده کړه: انقره به د فلسطین مسئلې او د دغه ټاټوبي خلکو ته شا نه کړي.

د ترکیې ولسمشر د اسرائیلو د پارلیمان د فلسطیني استازو په دغه کتنه کښې هم داشان په غزه کښې د اسرائیلو د ظلم او د یهودو د ملي حکومت د قانون د تصویبیدو په وړاندې د دریدنې قدرونه وکړه.