د ترکیې ولسمشر د فلسطین له خلکو په ملاتړ ټینګار وکړ
Feb 03, 2019 08:34 Asia/Kabul
د ترکیې ولسمشر وویل: انقره به په پوره توان سره د خپلو فلسطیني وروڼو ملاتړ جاري وساتي.
د اناتولي خبري آژانس د خبر له مخې رجب طیب اردوغان په استنبول کښې د صهیونیسټي رژيم د پارلیمان له فلسطیني غړو سره په کتنه کښې، په دې خبرې سره چې په نیواکي فلسطین کښې د صلحې او ارامښت د ټینګښت لپاره خپله پوره پوره هڅه کوي، څرګنده کړه: انقره به د فلسطین مسئلې او د دغه ټاټوبي خلکو ته شا نه کړي.
د ترکیې ولسمشر د اسرائیلو د پارلیمان د فلسطیني استازو په دغه کتنه کښې هم داشان په غزه کښې د اسرائیلو د ظلم او د یهودو د ملي حکومت د قانون د تصویبیدو په وړاندې د دریدنې قدرونه وکړه.
ټیګونه