اروپا سعودی عربستان په تور فهرست کښې نه شاملوی
-
د سعودي عربستان د نوم د شاملولو لپاره د اروپا دکمیسیون فیصله ددغه اتحادیې د ځینو غړو له مخالفت سره مخ شوه .
پریس ټی وی چینل راپور ورکړ د اروپایی اتحادیې د پیسو د وینځلو په تور فهرست کښې د سعودی عربستان د نوم د شاملولو لپاره د اروپا دکمیسیون فیصله ددغه اتحادیې د ځینو غړو له مخالفت سره مخ شوه .
امریکا او سعودی عربستان د اروپایی اتحادیې په غړیو هیوادونو دباو راوړی دی چې د سخا پیسو په نوم لیسټ کښې د پیسو د وینځلو په تور فهرست کښې د عربستان نوم شامل نشی .
د سعودی عربستان باچا سلمان په تیرې یکشنبې ورځ د اروپا مشرانو ته په یوه(۱) لیک کښې خبرداری ورکړی وو دغه اقدام به د اروپایی اتحادیې او د ریاض ترمینځ په تجارت او پانګونې کښې مشکل رامینځته کړی .
ویل کیږی چې د بریتانیا او د فرانسې په شمول شلو(۲۰) هیوادونو د پیسو د وینځلو په تور فهرست کښې دسعودی عربستان د نوم د ورزیاتولو لپاره د اروپا دکمیسیون له فیصلې سره مخالفت کړی دی .
له دې سره سره د اروپایی اتحادیې څو قانون جوړونکو د اروپا په کمیسیون غږ کړی دی چې په دغه فهرست د اغیز شیندلو لپاراه د هڅو تر اغیز لاندې ورنشی .