د نیوزیلنډ دپیښي د بریدکوونکی د محکمې لومړنۍ غونډه ترسره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80941-د_نیوزیلنډ_دپیښي_د_بریدکوونکی_د_محکمې_لومړنۍ_غونډه_ترسره_شوه
ددې برید په تور دوه نور مشکوک کسان هم نیول شوي خو تراوسه يې دولت د هویت په هکله څه نه دي ویلي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 16, 2019 08:49 Asia/Kabul
  • د نیوزیلنډ دپیښي د بریدکوونکی د محکمې لومړنۍ غونډه ترسره شوه

ددې برید په تور دوه نور مشکوک کسان هم نیول شوي خو تراوسه يې دولت د هویت په هکله څه نه دي ویلي.

 د ایرنا له راپور سره سم تیره ورځ  د نیوزیلنډ په  کرایسټ چرچ ښار کې وسله والو  برید کوونکي پر مسلمانو لمونځ کوونکو برید کړی او شاوخوا ۹۹کسانو ته  پکښي مرګ ژوبله اوښتې .په دغه حمله کی ۴۹ کسان مړه او ۵۰ نور ژوبل شوی دی .

د نیوزی لینډلومړۍ وزیري  ویلي چې د داسې پیښو د ښه مخنیوي لپاره غواړي په ټول هېواد کې د وسلو لرلو قوانین اصلاح او اصلاحات پکښي راولي.

ددې برید په تور دوه نور مشکوک کسان هم نیول شوي خو تراوسه يې دولت د هویت په هکله څه نه دي ویلي.

ددې بریدګر دوهمه محکمه د راتلوونکي اپریل میاشتي پر پنځمه نېټه ترسره کیږي او ویل شوي چې ددې هېواد له  قوانینو سره سم به ورته سزا ورکړل شي

د دغې مرګونی حملې قربانیان د پاکستان ، افغانستان ، چین ، ترکیې ، اردن ، بنګلادیش ، انډونیشیا ، ملایشیا او عربستان په شمول د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو خلک وو .

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې دا یو “ترهګریز” برید بللی.

په نیوزیلینډ کې د مسلمانانو وژله نه یوازې د اسلامی نړۍ له غندنې سره مخامخ شوی ده بلکې ملګرو ملتو او امنیت شورا هم دغه اقدام غندلې دې .