ترک ولسمشر د حلبچې د کیمیاوي بمبارۍ په مناسبت پيغام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80960-ترک_ولسمشر_د_حلبچې_د_کیمیاوي_بمبارۍ_په_مناسبت_پيغام_ورکړی
د ترکیې ولسمشر د یو ټویټ په خپرولو سره د ایران د حلبچې سرحدي سیمې د کیمیاوي بمبارۍ کلیزه ونمانځله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 17, 2019 12:03 Asia/Kabul
  • ترک ولسمشر د حلبچې د کیمیاوي بمبارۍ په مناسبت پيغام ورکړی

د ترکیې ولسمشر د یو ټویټ په خپرولو سره د ایران د حلبچې سرحدي سیمې د کیمیاوي بمبارۍ کلیزه ونمانځله.

رجب طیب اردوغان په خپل ټویټري پيغام کښې ولیکل: ۳۱ کاله مخکښې په حلبچې باندې د کیمیاوي وسلو د حملې زخم چې د زرګونو ملکي وګړو د وژل کیدو سبب شوه، لا نه دی ډک شوی.

د ترکیې په ولسمشر په دغه پیغام کښې د عراق د پخواني بعثي رژيم له خوا د ایران د سرحدي سیمو په بمبارۍ کښې د مړو شویو کسانو لپاره د رحمت او مغفرت دعا وکړه.

د ویلو ده چې د ۱۹۸۸ کال د مارچ په شپارسمه نیټه د عراق د بعثي رژیم پوځ په حلبچه ښار باندې په کیمیاوي حملې سره ۵ زره غیرپوځي ایرانیان وژلي او ګڼ شمیر یې زخمي کړي وو.