ایران دیوه هیوادلپاره هم هیڅ ګواښ نه حسابیږی
ایران اوسمهال وختونو کې حتی یو ځل هم دبل هیواد په ضد جنګ نه دی پیل کړی او دم ګړۍ هم داسې کوم شواهد نشته چې وښئ،ایران پخپلو ګاونډیو هیوادونو دحملې لپاره ځان تیاروی .
دامریکا شیکاګو پوهنتون یوه استاد او دامریکا یو نظریه وړاندې کونکی جان مرشائیّر له لوب لاګ خبری سایټ سره په خبرو کې ددې خبرې په کولو سره چې ایران د امریکا لپاره نه مستقیم اونه هم غیر مستقیم ګواښ دی ، وئیلی دی ، دنړۍ په سویه دترهه ګرۍ اصلی سرچینه سعودی عربستان دی او په موجوده وختونو کې دا هیواد دی چې په نړۍ کې د ترهه ګرو بهیرونو بشپړ مالی اووسلوال ملاتړ کوی او عربستان په مقابل کې ایران دیوه هیواد لپاره هم کوم ګواښ نه حسابیږی .
مرشائیّر زیاته کړې ،ایران ایټمی وسله نه لری او له نړیوالو قدرتونو سره ئې داسې نړیواله موافقه لاس لیک کړې ده ، چې ددغو وسلو جوړول ناممکن کوی .
هغه دې ته په اشارې سره چې ایران په سیمې کې دهیچا لپاره کوم ګواښ نه شمیرل کیږی ، وئیلی دی ، دغه هیواد په اوسمهال وختونو کې حتی یو ځل هم دبل هیواد په ضد جنګ نه دی پیل کړی او دم ګړۍ هم داسې کوم شواهد نشته چې وښئ ، ایران پخپلو ګاونډیو هیوادونو دحملې لپاره ځان تیاروی .
مرشائیّر له ترهه ګرۍ څخه دایران دملاتړ په باب د لودیځی چارواکو په تیره بیا دامریکایانو ادعاګانې په بشپړ ډول رد کړی او وئیلی ئې دی ،که دغه شان کوم وی هم نو هغه ایران نه بلکې سعودی عربستان دی .
دامریکا دغه نظریه وړاندې کونکی ټینګار کړی،دا امریکاده چې په مستقیم ډول دایران لپاهر ګواښ حسابیږی،ځکه دډونالډټرمپ حکومت له اسرائیلو اوعربستان څخه په کرښې تیرولو سره،ایران ټارګټ کړی دی او ددغه هیواد دنظام دبدلولو نیّت لری ، خو هیڅ به په لاس ورنشی .