دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81229-دتهران_او_کابل_چاپ_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو د خپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی .په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو،هیله ده داستفادې وړ مو وګرځی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 30, 2019 09:28 Asia/Kabul
  • دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو د خپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی .په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو،هیله ده داستفادې وړ مو وګرځی .

دوستانو لکه څنګه چې پوهیږئ  د نورو زدنیکمرغه اختر او دپسرلی د لومړنیو شپو ورځو   دچټیانو له امله   په ایران کې دم ګړۍ کومې ورځپاڼې نه  خپریږی ، البته دهغوی  انټرنیټی سایټونو څخه  مو ځینی  سرټکی ستاسو لپاره برابر کړی دی ، چې   په هغو  کې د جمهوری اسلامی  ورځپاڼې په  انټرنیټی سایټ کې لیکل شوی دی ،دایران داسلامی  جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف  په یولړ  څرګندونو کې وئیلی دی ، له دنیا سره  په نرمه خبرو، له ګاونډیانو سره دښه ګاونډیتوب  په مناسبت ښې خبرې کول او دغه راز د  خلکو اقتاصد ته جدی پام کول د ډیموکراسۍ  یو په زړه پورې اړخ دی   چې  داسلامی ایران  دینی ولسواکه حکومت ئې په جدی ډول تعقیبوی  چې  نتیجې ئې هم  په اوڅاره توګه لیدل کیږی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دایران  په  شمالی او جنوب لویدیځی ولایتونو کې  سیلاؤ هماغه راز  ځینی سیمې ګیر کړی دی ، البته  داسلامی ایران اړونده ادارې ،پوځ ،سپاه پاسداران، بسیجی ځواک  او نوره  مدنی او ټولنیز اورګانونه او  ادارې  پخپل ټول توان سره   بحران ځپلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوی او  تر ډیره حده سیل ځپلی خلک  ئې کرارو سیمو کې  دیره کړی او  دغه راز  دهغوی  لومړنی ضرورتونه ئې پوره کړی دی . داسلامی ایران  حکومتی  اورګانونو هم وئیلی دی ، چې ډیر زر  به د تاوانی شوو سیمو په باب څیړنې ترسره کړی او  تر ډ یره حده به تاوانی شوی ځایونه دخلکو لپاره بیرته ورغوی.

 دغې ورځپاڼې همداراز په دوام کې لیکلی دی ، دیمن  پوځ اوولسی مبارزو کمیټیو  د سعودی عربستان په  نجران سرحدی سیمو کې  په الزالزال  یو توغندیو سره  د سعودی عرب پوځی مرکزونه ویشتی چې وئیل کیږی زیاتې مرګ ژوبلې اوتاوانونه ئې وراړولی دی .

 دپاکستان  دخارجه وزارت ویندوی محمد فیصل   دایران  دسیلاؤ له امله  له تاوانی شوو  کورنیو اودقربانیانو خپلوخپلوانو او دایران له ملت او حکومت سره  خواخوږی ښودلې او وئیلی ئې دی ،   په دې باب  دپاکستان حکومت بشپړ مرستو ته تیار دی .

وروستی رارسیدلی راپورونه ښئ   د صهونیسټ رژیم وحشی پوځیانو ا و صهونیسټ میشته ښارګوټو په سلګونو اوسیدونکو یو ځل بیا په الاقصی جومات تیری  کړی او وئیل کیږی چې  په دغه پاک ځای کې ئې لمونځ ګوزار یو ځل  بیا له ډیرو ترینګلتیاؤ سره مخامخ کړی دی .

 داپه داسې حال کې دی چې  د  الاقصی جومات  مفتی یو ځل بیا پر اسلامی او  عربی نړۍ غږ کړی ،  دالاقصی جومات د احترام او دمظلومو فلسطینیانو  دهویّت او نسل د ساتلو لپاره دې لاس په کار شی او سملاسی دې په دې اړه  جدی ګامونه پورته کړی ګنی راتلونکی نسلونه به مو هیڅکله هم ونه بخښی . 

=     کیهان ورځپاڼې پخپل  انټرنیټی سایټ کې نن لیکلی دی ، دامریکا آنټلانټیک خپرونې  په خپل وروستی راپور کې لیکلی دی ، دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  په اوسنی  وضعې سره   دامریکا یو ډیموکراټیک  ولسمشر هم  دغې نړیوالې ایټمی موافقې ته بیرته نشی راګرځیدلی .

دلبنان دحزب ا.... ولسی غورځنګ  د عمومی منشی مرستیال  شیخ نعیم قاسم په یولړ څرګندونو کې په ډ اګه کړې د مقاومتی چورلیز په  وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ  او دهغه  دمتحدانو ناکامی له ورایه ښکاره ده او   دمقاومت په مقابل کې به هیڅ ونه کړائ شی .

دامریکا د ملی امنیت سلاکار  جان بولټن  چې  له پیونګ یانګ سره دخپل هیواد له خبرواترو په بشپړ ډول نهیلی شوی دی   دشمالی کوریا  دنوو ایټمی  آزموینو څخه په ویریدا سره ئې  دچین چارواکو لمن ته لاسونه اوږده کړی دی  او له هغوی ئې  غوښتی څو  له شمالی کوریاسره دایټمی  موضوع په باب دخبرواترو له بیرته پیلولو سره مرسته وکړی .

 ګارډیّن ورځپاڼې  په خپل یوه وروستی راپور کې  لیکلی دی ،  دعربستان دپاچا ملک سلمان او دهغه  د زوی او ددغه هیواد دولی  عهد محمد بن سلمان  ترمینځ  اختلافات په زیاتیدا دی او  دا اختلافات تر دې دحده رسیدلی چې وئیل کیږی ،  ملک سلمان د محمد بن سلمان  داختیاراتو کمولو ته مخه کړې ده او ممکنه ده د غه اختلافات د آل سعود رژیم ددړې وړې کیدا لامل شی .

دغې ورځپاڼې همداراز د   د یوم الارض  په مناسبت  دمقاومت دچورلیز د کلکې دریدا  په هړه هم یوه مکاله لیکلې ده .  په دغې مکالې کې لیکل شوی دی ، یوم الارض د صهیونیسټی رژیم د نیواکګرۍ په وړاندې د مقاومت سمبول دی

 دمکالې لکیوال لیکی ، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،(یوم الارض) دفلسطینیانو  د مقاومت په کلتور او تاریخ کښې د بدلانه یو داسې پیچومی دی چې د صهیونیسټی رژیم د نیواکګریو په وړاندې د مقاومت په ژوندی ساتلو کښې مهم رول لری.

د ایران خارجه وزارت پرون د فلسطین د ټاټوبی د ځمکې د ورځې (یوم الارض) په مناسبت چې نن یعنی د مارچ دیرشمه نیټه لمانځل کیږی ، په دغې اعلامیې کې وئیلی دی : یوم الارض هم هغه شان د فلسطین د مظلومو خلکو د مبارزو او سیاسی ژوند برخه ده چې په تشدد، توکمیز توپیر، د ځمکو په مصادره کولو، د کلو په ورانولو او د فلسطینیانو په بې ځایه کیدو باندې په اعتراض کښې ئې بڼه نیولې او دوام لری.

په دې بیانیه کښې د صهیونیسټی رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت د بیت المقدس په پیژندلو، قدس ته د امریکا د سفارت په انتقال، د جعلی او ناروا صهیونیسټی رژیم د یوې برخې په توګه د نیواکی جولان د لوړو په رسمیت پیژندلو او د پیړۍ د معاملې په نامه طرحې د عملی کولو لپاره د هلوځلو په لړ کښې د امریکا د ولسمشر د تیر یو کال اقداماتو ته په اشارې سره راغلی دی: دغو کارونو  ښودلې چې د صهیونیسټی رژیم په وړاندې د فلسطینیانو مقاومت او دریدنه ، یوه سمه لاره وه او د سیمې مقاومت د یوم الارض ژوندی ساتلو ته ضرورت لری.

د ایران د خارجه وزارت بیانیه زیاتوی: په سیمه کښې د پایدارې او عادلانه سولې ټینګښت به د فلسطین د نیواک تر بشپړې ختمیدنې، خپل وطن ته د ټولو فلسطینی کډوالو تر ستنیدو، د دغه ټاټوبی د اصلی خاوندانو په شتون سره د ټول پوښتنې په اساس د فلسطین د راتلونکی نظام تر ټاکنې او بلآخره د بیت المقدس په پلازمینې  د یوموټی فلسطینی حکومت تر جوړیدو پورې د مقاومت په دوام سره ترلاسه شی.

  =          اوس هم راګرځو  د افغانستان دکابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،(البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل  دریځونه دی .)

=    د  کابل چاپ  ځینو نننیو  ورځپاڼو بیا هم د سولې د هلو ځلو او د سیګار ادارې  د وروستی راپور په اړه لیکنې او تبصرې کړې دی.

دنیا خپلواکه ورځپاڼه لیکی، د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د حکومت ځانګړې ادارې سیګار په یو نوی راپور کې ویلی، د سولې له ټینګېدو وروسته د نړیوالو له مالی مرستې پرته ښائی افغان حکومت دوام ونه کړی.

همدې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې ټینګار کړی چې د سولې د پروسې له بریالی کېدو وروسته باید افغانستان بیا هم د نړیوالې ټولنې د مرستو په محور کې پاتې شی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلی، دا هېواد باید د څو نورو کلونو لپاره نړیوالې  مرستې ترلاسه کړی،  څو د روانې جګړې خرابۍ  کنډوالې ترمیم او هېواد په خپلو پښو ودرېږی.

=    ملی ارمان ورځپاڼې د سیګار په حواله لیکلی، له طالبانو سره د سولې توافق د افغانستان بحران نه شی حل کولای.

  دغې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چې آیا په افغانستان کې به جګړه ختمه شی؟

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې په افغانستان کې ستونزه څلوېښت کلنه ده، نه شی کېدای چې دا  لویه ستونزه ،په څو ورځو کې حل شی.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوی چې د سولې په اړه باید په دلسوزۍ او صادقانه توګه حرکت وشی.

=       د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلی چې په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه د عمران خان وروستیو څرګندونو ته په کتوسره  که افغان سیاستوال یوې اجماع ته ونه رسېږی، نو بهرنی لوبغاړی به یوې پېچلې نسخې ته دوام ورکړی.

د لیکوال په خبره، اوس ئې وخت دی، هر څومره چې ژر کېږی، باید ټول سیاستوال له طالبانو سره د سولې په اړه یوې اجماع ته ورسېږی.

=        هېواد دولتی ورځپانې په خپلې سرمقاله کې لیکلی، د تلپاتې سولې د تحقق لپاره پر پاکستان د لا نور فشار اړتیا ده.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې پاکستان په ساړه موسم کې امریکا، افغانستان او نړیوال تېر ایستل .

د لیکوال په باور، پاکستان د سولې په پروسه کې سوداګری وکړه، له امریکا سره  ئې د طالبانو د کېنولو په بدل کې  شپږ میلیارده ډالره ترلاسه کړل او دغه راز یې د ترهګرۍ له امله له فشاره ځان وژغوره.

=       ویسا خپلواکه ورځپاڼې  د عبدالسلام ضعیف له قوله لیکلی، د سولې پر وړاندې د هر ډول خنډ رامینځته کول به د ولس له غبرګون سره مخ شی.

وړاندې په مطلب کې ویل شوی چې د افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمینځ دوهمه ناسته د اپرېل په ۱۳مه کېږی، تمه ده چې په دې بین الافغانی ناسته کې د حکومت استازی هم برخه واخلی.

همدې ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلی، امریکا غواړی چې په درو کلونو کې له افغانستانه ووځی، خو طالبان ورسره موافق نه دی.

ویسا په خپلې سرمقالې کې لیکلی، لومړی باید د بین الافغانی تفاهم له مخې یو حکومت جوړ شی او بیا وروسته د مرستو او اقتصادی مسایلو پورې تړلې ستونزې او مسایل حل شی .