د عراق په شمال د ترکيې جنګي الوتکو بمبارۍ دوام لري
Mar 31, 2019 01:28 Asia/Kabul
د ترکيې د دفاع وزارت بېګا په يوې بيانيه کښې د عراق په شمال کښې د قنديل په لوړو د ترکيې د جنګي الوتکو د حملې خبر ورکړ.
د العالم د رپوټ له مخې د ترکيې د دفاع وزارت وويل، د دغه هېواد جنګي الوتکو د قنديل په لوړ کښې کښې د پي کے کے د ځواکونو د پټېدو په ځايونواو د وسلو په ګودامونو بمباري کړې ده.
د ترکيې جنګي الوتکو وړمه ورځ هم د عراق د شمال په آواشين، الزاب او هاکورک سيمو باندې بمبارۍ کړې وې.
ترکيې په دې وروستيو کلونو کښې د پي کے کے د ځپلو په بهانه په ځلونو د عراق په خاوره تېري کړي دي چې دغه تيري د عراق د حکومت او د نړۍ د نورو هېوادونو له سخت ردعمل سره مخامخ شويدي.
ټیګونه