په نیوزیلینډکې په جوماتونو حملې داسلامی نړۍپه ضدجنګ ؤ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81248-په_نیوزیلینډکې_په_جوماتونو_حملې_داسلامی_نړۍپه_ضدجنګ_ؤ
د نیوزیلیند دنور جومات امام همداراز د لویدیځی هیوادونو پر پر رسندویو هم غږکړی،داسلام دپاک دین په وړاندې دې،خپل دریځ روښانه کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 31, 2019 08:02 Asia/Kabul
  •  په نیوزیلینډکې په جوماتونو حملې داسلامی نړۍپه ضدجنګ ؤ

د نیوزیلیند دنور جومات امام همداراز د لویدیځی هیوادونو پر پر رسندویو هم غږکړی،داسلام دپاک دین په وړاندې دې،خپل دریځ روښانه کړی .

 آناتولی خبری آژانس راپورورکړی ،  د نیوزیلینډ د نور جومات  د جمې امام جمال فوده  بیګا دجرمنی په هانبرګ ښار کې د اروپا دمسلمانانو د ټولنې  په یوه سیمنار کې ددې خبرې په کولو سره  چې  دنیوزیلینډ په کرائسټ چرچ  کې پر جوماتونو  حملې  یوازې  مسلمانان   ټارګټ نه کړل بلکې  داسلامی  نړۍ  په ضد ئې جنګ ته مخه کړې وه .

د نیوزیلیند دنور جومات امام  همداراز د لویدیځی  هیوادونو پر پر رسندویو هم غږ کړی،داسلام دپاک دین په وړاندې دې،خپل دریځ روښانه کړی .

 له  دې مخکې هم د اروپا دمسلمانانو ټولنې  دنیوزیلینډ په کرائسټ چرچ ښار کې له ترهه ګرې حملې وروسته  په هانبرګ کې د سملاسی  غونډې  غوښتنه کړې وه .

Image Caption

 

 په نیوزیلینډ کې پر دوو جوماتونوترهه ګرې حملې چې ددغه هیواد لومړۍ وزیرې میرمن جاسینډاآرډن دا غمیزه ددغه هیواد یوه تاریخی ورځ نومولې، د اسلامی هیوادونو  پښمول  ئې ډ یر زیات غبرګونونه په ځان پسې درلودلی. په دغو بوږنونکو غمیزوکې کابو دوه پنځوس کسان شهیدان او څه دپاسه سل نور ټپیان شوی وو .