دناټو شتون د افغانستان دسولې له خبرو سره اړه لری
Apr 03, 2019 05:28 Asia/Kabul
-
ناټو اراده نلري له ضرورت وړ وخت څخه زیات په افغانستان کښې خپل شتون ته دوام ورکړي .
تسنیم خبری اژانس وایی د ناټو مشر ینس اسټولټبرګ (Jens Stoltenberg) پرون وویل ددغه تړون غړو هیوادونو تراوسه په افغانستان کښې په راتلونکی کښې د شتون د دوام په هکله کومه فیصله نه ده کړی ځکه چې دغه موضوع له طالبانو سره د سولې دخبرو اترو د پرمختګ له څرنګوالی سره اړه لری .
هغه ډاګینه کړه د ناټو دغړو هیوادونو خارجه وزیران په واشنګټن کښې په خپلې غونډې کښې د افغانستان د سولې دبهیر په اړه خبرې اترې کوی .
د ناټو مشر ینس اسټولټنبرګ طالبانو ته په خطاب کښې ټینګار وکړ سوله د افغانستان د مشکلاتو د حل لپاره ترټولو ښه لاره ده او د جنګ په میدان کښې د دغه ډلې د بریالیتوب امکان نشته .
هغه وویل ناټو اراده نلری له ضرورت وړ وخت څخه زیات په افغانستان کښې خپل شتون ته دوام ورکړی .
ټیګونه