ورځپاڼو ته کتنه ۲۱/۰۱/۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو ورځپاڼو ته کتنه له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:
د تهران چاپ نننيو اکثرو ورځپاڼو د امريکې لخوا د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ترهه ګرو ډلو په لېسټ شاملولو اقدام په اړه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه ای بيانات راخېستي دي.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د معظم رهبر له قوله وليکل: د سپاه په خلاف امريکې خباثت به څه ځاے ته ونه رسي.
دوي زياته کړه امریکې او ناپوهه دښمنانو له تیرو څلویښتو کلونو راهسې چې هر څومره وس او توان درلود د اسلامي ایران خلاف يې وکاروه خو هیڅ یې ونه کړې شول.
د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر له سپاه پاسداران سره د امریکایانو د دښمنۍ وجه د هیواد او انقلاب په دفاع کښې د دغه ځواک مخکښ والے وبلۀ .
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي بیګا د حضرت سید الشهدا امام حسین علیه السلام د نیکمرغه میلاد او د پاسدار د ورځې په مناسبت د یوه ډله پاسدارانو او او د هغوي د کورنیو په کتنه کښې دغه ځواک په مختلفو ډګرونو کښې له دښمن سره د مقابلې په وړومبي صف کښې جنګیدونکی وبلۀ او وې فرمایل: سپاه هم په سرحدونو کښې له دښمن سره د مقابلې او عملیاتي میدان کښې حتی له هیواده څو زره کیلومیټره لرې د حضرت بي بي زینب (س) د حرم په خواوشا کښې مخکښ دے او هم له دښمن سره د سیاسي مقابلې په ډګر کښې.
معظم رهبر له سپاه څخه د امریکایانو کینه په همدې وجه وبلله او زیاته یې کړه: امریکایان په خپل ګمان د سپاه په خلاف او په حقیقت کښې د انقلاب او ایران په خلاف پلان جوړوي او په لاره کښې یې خنډونه اچوي او ملنډې وهي البته دا خباثتونه به هیڅ ګټه ونه لري او خپله هغوي ته د خپل چل او دوکې په ورګرځیدو سره، د ټرمپ په شان د اسلامي ایران دښمنان او د امریکې د واکمن نظام د خوا و شا کم عقلان، د پستۍ په لور روان دي.
ورځپاڼې همدارنګ د دې موضوع په اړه د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د ر دعمل په ترڅ کښې وليکل: د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا دفرانسې له ولسمشر امانوئل ماکرون سره په ټیلی فونی تماس کښې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک په خلاف د امریکې اقدام په نړیوالو اړیکو کښې یو ډیر لمسونکی ، خطرناک او بې مخینې حرکت وباله او ډاګینه یې کړه که چرې د سپاه پاسداران سرښیندنه نه وې نن سبا به تقريباً دوه هیوادونه د داعش ترهګرې ډلې په لاس کښې وو .
حسن روحانی د صهیونیسټ رژیم د وزیراعظم نتانیاهو په ډاګه اعتراف ته په اشارې سره چې ویلی یې دي د ایران د سپاه پاسداران ځواک په خلاف د امریکې دغه اقدام د تل ابیب په غوښتنه ترسره شوے دے وویل د ایران سپاه پاسداران ځواک په خپلې سرښیندنې او هڅې سره په سیمه کښې داعش او نورو ترهګرو ډلو ته سخت ګوزارونه ورکړي دي.
-----------
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې هم د امريکې لخوا د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د ترهه ګرو بللو په ردعمل کښې د اسلامي ايران د نورو يو شېر چارواکو بيانات راخېستي دي. ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهويت د فوځ د قوماندان جنرل سيد عبدالرحيم موسوي له قوله وليکل: هغه اقدام چې دامریکې رژیم د سپاه پاسداران ځواک په خلاف ترسره کړے دے ماشومانه او بشپړه لیونتوب دے .
هغه وویل د فوځ او سپاه پاسداران په شمول د ایران ټول وسله وال ځواکونه د خلقو په څنګ کښې ټينګ ولاړ دي او پوره کوشش کوي چې د اسلامي انقلاب او ځکمنۍ بشپړتیا په جدیت سره دفاع وکړي .
د ورځپاڼې د ليکنې له مخې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قوماندان جنرال محمد علی جعفری هم وویل دامریکې مشران دې ډاډمن ووسی روان کال به د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران دفاعی او یرغلیز قدرت به نور هم زیات شی او د سپاه د توان لوړتیا او وده به د نړۍ خلقو ته ثابته کړي چې د امریکې بایکاټونه او اقدامات هیڅ ارزښت نلري .
---------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل: د دغه هېواد وزيراعظم عمران خان وويل، د هند په انتخاباتو کښې د دغه هېواد د وزيراعظم مودي د کاميابۍ په صورت کښې د کشمير په مسئله کښې پرمختګ کېدې شي. هغه وويل، په پاکستان کښې فوځ په اتيايمه لسيزه کښې په افغانستان د شوروي د قبضې په زمانه کښې د شوروي په خلاف جهادي وسله والې ډلې جوړې کړې وې او اوس د دغو ډلو ضرورت نه دے پاتې. هغه وويل په پاکستان کښې د وسله والو ډلو د ختمولو لپاره حکومت ته د فوځ مکمل ملاتړ حاصل دے.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: نړيوالې مالياتي ادارې آئي اېم اېف په يو رپوټ کښې وليکل، په راتلونکي مالي کال کښې به په پاکستان کښې ګراني زیاته شي، د ترقۍ اندازه به کمه او په بې روزګارۍ کښې به اضافه وشي.
--------
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو بیا هم د افغان سولې او د دغې سولې د ضمانت لپاره د اروپايي ټولنې ژمنې او ورسره د تړلو مسایلو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د اروپايي ټولنې لهخوا د افغانستان د سولې د ضمانت په اړه لیکلي دي.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان سولې د ملاتړ پرېکړه لیک تصویب او د دغه بهیر د ضمانت په اړه یې هم خپل چمتووالی اعلان کړ.
په مطلب کې دا هم راغلي چې افغان دولت د اروپايي ټولنې له دې کاره هرکلی کړی او پهدې اړه له ارګه په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړې ټولنه په بېلابېلو هېوادونو کې د سولې د پروسې له تضمینه بریالۍ تجربې لري.
هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې د ښځو او مدني ټولنو په حواله لیکلي زموږ له سرو کرښو دې سترګې نهپټېږي.
د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، ټاکل شوې نن له طالبانو سره د مذاکراتو سرې کرښې د ارګ په غونډه کې مشخص شي.
دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، ټول افغانان دې نتیجې ته رسېدلي چې د افغانستان کشاله د زور او جګړې له لارې نهشي حل کېدای.
د سرمقالې د لیکوال په باور، خو حکومت لګیا دی او بیا هم د زور او تاوتریخوالي له لارې د ستونزې د حل لټه کوي.
------
ويسا
د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې په ناد علي ولسوالۍ کښې د امريکې په مشرۍ د بهرنيو او افغان ځواکونو د ګډو ځواکونو د عملياتو په اړه وليکل:
ګډو ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ په باباجي سیمه کې د عملیاتو پر مهال ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ دوې ښځې له ځان سره وړې دي
ځايي خلکو د دغې پېښې په غبرګون کې لاریون وکړ او ګواښ یې وکړ چې که نیول شوې ښځې ژر تر ژره خوشې نه شي، حکومت ته به یې عواقب ډېر بد وي
ورځپاڼې د مخکښيني افغان ولسمشر حامد کرزي له قوله وليکل: د هلمند پېښه د افغاني دودونو خلاف او بشري ضد عمل دی، حکومت دې ژر تر ژره نیول شوې ښځې په عزت او احترام سره خوشې کړي.
په ملي شورا کې د هلمند او کندهار ولایتونو استازي محمد هاشم الکوزی او رحمت الله اڅکزی وایي، چې د طالبانو په نوم د بې ګناه ملکي کسانو پر کورونو چاپه وهل او له ځانه سره د مېرمنو بېول د افغاني کلتور خلاف عمل دی او دا کار ناوړه پایلې درلودلی شي.
د یادلو ده چې د هلمند دې پېښې ته خواله رسنیو کې هم غبرګون ښودل شوی او له حکومت غوښتل شوي چې دا ښځې خوشې کړي.