سیمې ته د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد سفر :-
-
دافغانستان دسولې په بهیر کښې د پاکستان له توان څخه د استفادې په اړه د امریکا کړچار غلط دی .
دامریکا دباندنیو چارو وزارت افغانستان ، هندوستان ، پاکستان ، قطر او روسیې ته د افغانستان په چارو کښې د واشنګټن دځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د پړاویز سفر د پیلیدا خبر ورکړ .
د زلمی خلیل زاد سفر دامریکا او دطالبانو د ماتی خوړلیو خبرواترو د له سره پیلیدا لپاره ترسره کیږی .
ټاکل شوی وه چې له طالبانو سره د امریکا خبرې اترې د قطر په پلازمینې دوحې(Doha) کښې وشی خو دغه غونډه د ګډون کونکو د فهرست پر سر د افغانستان او دقطر د حکومتونو ترمینځ د اختلاف له رامینځته کیدا وروسته لغوه شوه .
د امریکا او د طالبانو ترمینځ د تش په نامه دسولې دخبرواترو د له سره پیلولو لپاره سیمې ته د افغان توکمه امریکایی ډیپلوماټ زلمی خلیل زاد سفر په داسې حال کښې دی چې طالبانو په ځلونو ټینګار کړی دی تر هغه وخته چې د امریکا دنیواکګرو عسکرو په کامل ډول دوتلو په شمول ددغه ډلې غوښتنې پوره نشی خبرې اترې به بې نتیجې وی .
دافغانستان په چارو کښې د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د سیمه ییز سفر لپاره انتخاب شوی مقاصد ددې ښودنه کوی هغه اراده لری د کابل په چارواکو سربیره دافغانستان له بدلونونو سره داړونده هیوادونو له مسولانو سره هم له طالبانو سره د خبرو دموضوع او دسولې دبهیر په اړه سلامشورې وکړی .
دغه راز نن د روسیې په پلازمینې ماسکو کښې د چین د امریکا او د روسیې د استازیو په ګډون سره دافغانستان د سولې په تړاو یوه(۱) غونډه جوږیږي .
د زلمی خلیل زاد له نظره پاکستان په افغانستان کښې د ملی پخلاینې په پروګرام کښې مهم او چورلیزی رول لوبولی شی .
ددغه کړچار په چوکاټ کښې پاکستان د افغانستان په طالبانو باندې نفوذ لری او دغه هیواد کولای شی له دغه ظرفیت څخه د سولې خبرو اترو ته ددغه ډلې د کاږلو لپاره استفاده وکړی .
البته امریکا چندانې د پاکستان په ملګرتیاخوشبینه نه ده .
د سپینې ماڼۍ د چارواکو له نظره دافغانستان د سولې د څلوراړخیزه غونډو چې د کابل ، د چین دامریکا او دپاکستان د استازیو په ګډون سره په تیرو کلونو کښې وشوې دماتی اصل علت په دې زمینه کښې د اسلام اباد د حکومت ملګرتیا نه کول وو .
له همدې کبله دی چې حاضردمه دامریکا حکومت په افغانستان کښې د سولې د موضوع په وړاندې د واشنګټن له پلان څخه ملاتړ ته د پاکستان د قانع کولو لپاره د ډیپلوماسۍ د اوزار په کارولو سره اسلام اباد ته د نړیوالو مالی موسسو لخوا د پورونو د ورکولو د مخه دنیولو او د اقتصادی مرستو د غوڅولو په هکله له مالی او سیاسی دباونو ګټه پورته کوی .
البته ددغه لیدتوګی په وړاندې یو(۱) کړچار شته چې پراساس یې ویل کیږی پاکستان د تیر وخت په اپوټه اوس په طالبانو باندې چندانې نفوذ نلری او که چیرې اسلام اباد دغه امکان لرلی نو حتما به یې له امریکا د امتیاز د ترلاسه کولو لپاره کاروه .
دافغانستان د پوځی او دسیاسی چارو کارپیژاند جاوید کوهستانی وایی د هیواد دسولې په بهیر کښې د پاکستان له توان څخه د استفادې په اړه د امریکا کړچار غلط دی ځکه چې اسلام اباد نور په طالبانو باندې کافی نفوذ نلری چې دغه ډله د سولې د موافقې منلو ته مجبوره کړی .
د امریکا دحکومت له نظره هند هم د بیلابیلو ملاحظاتو په خاطر دافغانستان له مسائیلو سره ښکیل دی چې په دغه هیواد کښې دسولې له ټینګولو سره مرسته کولای شی او په همدې دلیل زلمی خلیل زاد ټاکل شوی ده چې د نوی ډیلی له چارواکو سره په دې هکله سلامشورې وکړی .
روسیه هم د افغانستان د ځینو سیاسی ګوندونو د استازیو او دطالبانو د غونډې په هکله د افغانستان دسولې د غونډو د څو ځله کوربه توب په دلیل تجربې لری چې دافغانستان په چارو کښې د امریکا د ځانګړی استازی د نظر وړ پروګرام د پرمخ بیولو لپاره لاره پرانیستونکی ووسی .
له طالبانو سره د خبرو اترو دشپږم(۶) پړاو د ترسره کولو لپاره دقطر له حکومت سره د اخری غږملتیاو ترسره کیدل او دغه راز له دغو خبرو اترو څخه دکابل د حکومت دغوښتنو په هکله ددغه ډلې له استازیو سره په خبرو کښې دمطرح کیدا وړ مسائیلو په باره کښې دافغانستان له چارواکو سره د نظر تبادله قطر او افغانستان ته د زلمی خلیل زاد د کتنې چورلیزونه وی .
دافغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هیله لری د پاکستان د روسیې د قطر د هند او دافغانستان له چارواکو سره د خبرو له ترلاسه شویو نتیجو وروسته ددغو خبرو اترو په شپږم(۶) پړاو کښې له طالبانو سره د خبرواترو د ناکامۍ نوار غوڅ کړی داسې هیله چې چندانې روښانه لرلید نلری .