د استنبول دښاروالۍ د انتخاباتو نتیجې باطلې شوې
May 07, 2019 01:43 Asia/Kabul
د ترکیې د اناتولی خبری اژانس له راپور سره سم د ترکیې د انتخاباتو لوړې شوراپه یوه اعلامیه کی ویلی دی چی په دغه ښار کی به د جولای په ۲۳ نیټه انتخابات بیا ترسره شی .
د ترکیې د انتخاباتو لوړې شورا د استنبول د ښاروالۍ د انتخاباتو نتیجې چی د دغه هیواد د حکومت مخالف ګوند پکې بریالې شوی وو ، باطلې اعلان کړی .
د ترکیې د اناتولی خبری اژانس له راپور سره سم د ترکیې د انتخاباتو لوړې شوراپه یوه اعلامیه کی ویلی دی چی په دغه ښار کی به د جولای په ۲۳ نیټه انتخابات بیا ترسره شی .
په عین حال کی د حکومت د مخالفې اصلی خواوې یعنی د خلق د جمهوری ګوند مرستیال ویلی دی چی په استنبول کی د انتخاباتو د بیا ترسره کیدا په اړه د واکمن ګوند فیصله دیکتاتوری او د خلکو له ارادی سره د دغه ګوند د مخالفت ښودنه کوی .
ټیګونه