امریکا دې له سوریې ووځي
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي بیګا د سوریې د ادلب په هکله د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کښې، په سوریې کښې د امریکې د غیرقانوني پوځي شتون د ختمیدو غوښتونکی شو.
د ایرنا د خبر له مخې، مجید تخت روانچي هم داشان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران یوځل بیا د سوریې د شمال په ادلب کښې د امنې سیمې د شتون له دوامه د آستانه د بهیر د ضمانتیانو (روسیې او ترکیې) ملاتړ کوي، څرګنده کړه: په ادلب کښې د خوندي سیمې شتون په دغه ولایت کښې له ترهګرو سره د سوریې د حکومت په مبارزې پورې هیڅ تړاؤ نه لري.
هغه څرګنده کړه چې په ادلب کښې د امنې سیمې رامینځته کول د ملکي وګړو د ساتنې په موخه یوازې یو لنډمهاله اقدام و نه دا د ترهګرو ډلو لپاره د یو پټنځي جوړول.
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي په دې خبرې سره چې ترهګرو اوس په ادلب ولایت کښې لکونه ملکیان ولجه کړي دي، وویل: په دغې سیمې د ترهګرو د تسلط او په پوځي او غیرپوځي کسانو یې حملې، نه دوام موندلی شي او نه یې دوام په کار دی.
هغه زیاته کړه چې د دې حالت دوام ترهګرو ته دا توان ورکوي چې لازیات ملکیان ووژني.
د ویلو ده چې ادلب ولایت په سوریې کښې د ترهګرو وروستۍ اډه ده او د ترهګرو له نیواکه یې د آزادولو لپراه د سوریې د پوځ له اقداماتو سره هم مهاله، د امریکې په مشرۍ لویدیځ چورلیز په شور او غوغا سره د دغو عملیاتو د بندولو غوښتونکی دی.